ټول قام او په خاص توګه ځوانان دې هر درې مياشتې پس وينه عطيه كوي

image
APP58-08 ISLAMABAD: October 08 - President Dr. Arif Alvi addressing the ceremony in commemoration of victims of 8th October, 2005 earthquake at the Aiwan-e-Sadr. APP

اسلام آباد 08 اکتوبر (اے پي پي) اولس مشر ډاکټر عارف علوي په ټول قام او په خاص توګه په ځوانانو زور رواړې چې ھغوې هر درې مياشتې پس په باقاعدګۍ سره وينه عطيه كوي٬ دا د انسانيت لوے خدمت دے٬ د دې اجر په دنيا او آخرت دواړو كښې تر لاسه كېږي٬ د پاكستان اولس ډېر شتمند دے او د حاجت مندو د زړه د اخلاصه مرسته كول د مسلمانانو ميراث دے۔ اولس مشر دا خبرې د پاکستان هلال احمر سوسائټي تر سېوري لاندې د كال 2005 زلزله ځپليو په ياد كښې دستورې ته خپلې وېنا كښې وكړې۔ اولس مشر ووئيل د پاكستان قام دا مزاج لري چې هر نېك كار نه مخ نه اړوي او په ھغې كښې برخه اخلي٬ د كال 2005 د زلزلې نه پس د خلقو غبرګون زمونږ په وړاندې در۔ ده ووئيل د پاكستان د هر ښار نه خلق د مرستې سامانونو سره د ځپليو مرستې لپاره راوتلې وو كومو چې ځپليو لپاره د مرستې د جذبي لرلو عكاسې كوله او هم دا د رامخې ته كېدونكو قامونو علامت دے۔ ده ووئيل پاکستان د 30 ٬ څلوېښت لكه افغانانو كوربتوب كړې چې پكښې ورته ډېرې مسئلې هم رامخې ته شوې وې خو كله د دوي په ضد خبره نه ده شوې۔ ده ووئېل نن تركيه هم د 30 ٬ 35 لكه سوريې كډوالو كوربتوب كوي٬ دا د مسلمانانو ميراث دے٬ زمونږ خوږ نبيۖ پخپله تكليفونه برداشت كړي خو د حاجت مندو ئې تل مرسته كړې او دا مونږ لپاره مثالونه دي۔ ده ووئيل كه د آبادۍ دوه فيصده خلق په باقاعدګۍ سره وينه عطيه كړي نو د وينې كمې به نه پېښېږي۔ اولس مشر ووئېل ما هر درې مياشتې پس د وينې عطيه كولو هڅه كړې٬ د هېواد ځوانانو ته هم اغږ كوم چې ھغوي هر درې مياشتې پس په باقاعدګۍ سره وينه عطيه كوي۔ ده ووئيل هېواد كښې د صحت مسئلو ته مونږ پاملرنه كوو٬ هېواد كښې د سينې سرطان د مخنيوي په اړه كمپائن روان دے بايد د ټولنې ټول كسان خپلې هڅې وكړي۔ ده ووئيل د صحت په اړه د مسئلو لرې كولو لپاره د علماﺀ كرامو كردار مرستياله ګرځېدې شي۔(ګ ل

مضمون کا ماخذ : کمپیوٹر لاٹری کے اعدادوشمار
متعلقہ مضامین
مزید خبریں