د اطلاعاتو او خپرونو وفاقي سېكترې زاهده پروين اړوند ذيلي كمېټۍ ته بريفنګ

image

اسلام آباد 23 دسمبر (اے پي پي) د اطلاعاتو او خپرنو وفاقي سېكترې زاهده پروين وئيلي دي چې د پاکستان براډکاسټنګ کارپورېشن (پي بي سي) د ډيجيټل منتقلۍ پاليسي به راتلونكې اوونۍ كښې وزيراعظم عمران خان ته وړاندې كولې شي دغسې چې د براډكاسټر خپرونو نظام به د اېنالاك څخه په ډيجټيل نظام منتقل كړې شي ۔ د دې خيالاتو څرګندونه دې اطلاعاتو او خپرونو لپاره د قامي اسمبلۍ د قائمه كمېټۍ ذيلي كمېټۍ غونډې ته د بريفنګ په مهال وكړه۔ د كمېټۍ غونډه د ګل په ورځ د كنونير سيد امين الحق په مشرۍ كښې وشوه۔ په غونډه كښې د راډيو پاكستان كښې په روانو اصلاحاتو د خيالاتو څرګندونه وشوه۔ ذيلې كمېټۍ په غړو كښې عثمان خان ترکئي او مائزه حميد هم ګډون وكړو۔ سېكترې كمېټۍ ته ووئيل چې په ډيجيټل نظام منتقلي به په 6 كالو كښې په دريو پړاونو كښې كېږي او په دې به 3.995 اربه روپۍ لګښت راځي۔ دې ووئيل كله نه چې هند د راډيو پاكستان په فرېكوېنسي كښې تجاوز پېل كړې دې د ھغې راهسې د راډيو د نوي ډيجيټل پاليسۍ اهميت زيات شوې ٶ دغسې چې سامعينو شمېره زياته شي او د هېواد د بيانيې ته وده وركړې شي او د دې كوريج كښې جدت راوستلې شي۔ کمېټۍ ته د بريفنګ په مهال ووئيل شول آل انډيا راډيو د ډيجيټل مېنجمنټ كورېج منصوبه بندي كړې ده او د دې د بشپړېدو نه پس به 70 فيصده نه زيات هند او پوله ايزو سيمو كښې د خپرونو د 30 ډي آر اېم سټېشنونو د لارې احاطه وكړې شي دې لپاره پاكستان له هم خپل راډيو سټېشنونه منتقل كولو ته اړتيا ده

مضمون کا ماخذ : como ganhar na quina
متعلقہ مضامین
مزید خبریں