د ډاکټر عبد الحفيظ شېخ په مشرۍ كښې بين الوزارتي غونډه

image

اسلام آباد 02 جنوري (اے پي پي) خزانې او اقتصاداي چارو لپاره د وزيراعظم خاص مرستيال ډاکټر عبد الحفيظ شېخ د اتصالات پحقله مسئلو په پخو بنيادونو حل كولو لپاره اړوندو چارواكو ته د اقداماتو اجازه وركړې ده۔ دا امر ده د اتصالات د ځنډېدونكو ادائيګو د معاملې جاج اخستو لپاره د بين الوزارتي غونډې مشرۍ په مهال كړې۔ ده ووئيل مونږ د يو لسيزي نه زياته موده د التواء مسئلو حل لپاره د سټېټس كو نه وړاندې تلل پكار دې دغسې چې د دې معاملې حتمي حل راوباسلې شي٬ د مسئلې هواري سره به نه يوازې هېواد بلكې د اوږدې مودې په بنياد زمونږ مفاداتو ته هم ګټه ورسي۔ ده چارواكو ته په يوه مياشت كښې د ادائيګو د معاملې حل لپاره د حتمي تجويزونو او سفارشاتو مرتب كولو امر وكړٶ۔ په دې موقع د انفارمېشن ټېكنالوجۍ وفاقي وزير خالد مقبول صديقي سره سره د آئي ټي سېكتر ٬ د نجكارۍ كمېسون سېكتر او د خزانې سېكتر هم موجود وٶ۔ په غونډه كښې د اتصالات د ادائيګو حتمي حل په اړه تفصيلي جاج واخستې

مضمون کا ماخذ : آن لائن لاٹری کے انعامات
متعلقہ مضامین
مزید خبریں