داخله وزير شېخ رشيد احمد سره د چين سفير نونګ رونګ وليدل

image

اسلام آباد 21 جولائي (اے پي پي) داخله وزير شېخ رشيد احمد سره پاكستان كښې د چين سفير نونګ رونګ ليدلي او وفاقي وزير ته ئې د لوي اختر مباركي وركړې۔ د ملاقات په مهال د چين سفير د پاك چين اړيكو ته د پېښو سازشونو په ضد د اقداماتو په كولو د داخله وزارت د هلو ځلو ستائنه وكړه او د داسو هائيډرو پاور بس پېښې پحقله په روانو پلټنو ئې د اطمينان څرګندونه وكړه۔ د اختر په ورځ د چين سفير د داخله وزير استوګنې ته لاړ او دوي ته ئې د اختر مباركي وركولو سره د پاكستان اولس لپاره د نيكو هيلو څرګندونه وكړه۔ په دې موقع د پاك چين په دوه اړخيزه اړيكو د خيالاتو څرګندونه وشوه۔ په دې موقع داخله وزير د چين سفير سره د داسو بس په پېښه كښې د مړو چينائي وركرانو لپاره غمرازي وكړه۔ داخله وزير او د چين سفير د ملاقات په مهال د دې خبرې پخلے وكړو چې د پاك چين اړيكو په مېنځ كښې يو طاقت خنډ نشي جوړېدې۔ د داخله وزير او د چين سفير ترمينځه د تحقيقاتو زر تر زره په بشپړولو هم صلاح راغله۔

مضمون کا ماخذ : bolão quina
متعلقہ مضامین
مزید خبریں