اسلام آباد29جولائي (اے پي پي) د انرژۍ وفاقي وزيرحماد اظهر وئيلي ديحكومت په برېښنا د چلېدونكو ګاډو بيعه كمولو او په هېواد كښې مېنوفېكچرنګ ته خاص پام ګرځولے،سږ كال به په هېواد كښې په برېښنا د چلېدونكو ګاډو جوړېدل پېل شي، رېګولېشن ، معيار ښه كول او د چارجنګ سټيشنز پحقله معاملې ګرانول نه غواړو، د ون ونډو او آن لائن آپرېشن د لارې دې په يوه اونۍ كښې د منظورۍ عمل بشپړولو ته پاملرنه وكړې شي، د اليكټرك ګاډ استعمال زياتېدو سره به په پټرول او ډيزل د درآمد مصرف كمېدو څخه د اربونو روپو زرمبادله بچت شي۔ د دې خيالاتو څرګندونه ده د زيارت په ورځ د نېشنل انرجي اېفيشنسي كنزروېشن اتھارټۍ (نيكا)مشاورتي وركشاپ ته خپله وېنا كښې وكړه۔ ده ووئېل حكومت په برېښنا د چلېدونكو ګاډو بيعه ټيټولو او په هېواد كښې مېنوفېكچرنګ ته خاص پام ګرځولے٬ د اليكټرك وهيكل پاليسي ډېر ښه اثرات رامخې ته شوي٬ د دې پاليسۍ نه پس د ګاډو درآمدي بعيه ټيټه شوې او په ځائي توګه په برېښنا د چلېدونكو ګاډو جوړېدو پلو رجحان زيات شوے ۔ده ووئېل هيله مند يو چې سږ كال به په هېواد كښې په برېښنا د چلېدونكو ګاډو جوړېدل پېل شي۔د الېكټرك موټر بائيكس جوړېدل د وړاندې نه پېل شوي او اوس په بل پړاٶ كښې به په هېواد كښې نور آلات هم جوړولې شي۔ ده ووئيل دا يوه نوې ټېكنالوجي ده او د دې انفراسټركچر پلو پام كولو ته اړتيا ده او په دې كښې چارجنګ سټيشنز اوانفراسټركچر كليدي حېثيت لري او په دې لړ كښې د نېشنل انرجي اېفيشنسي كنزروېشن اتھارټۍ (نيكا)كردار ډېر اهميت لري دغسې چې حفاظتي چارې كړې شي او د دې ګاډو استعمال له په هېواد كښې وده هم وركړې شي۔ ده ووئيل دا خبره خوشبينه ده چې نجي څانګې د اليكټرك ګاډو د چارجنګ انفراسټركچر جوړول پېل كړي٬ حكومت د دې بشپړه ډاډګيرنه كوي