د قامي سلامتيا له غوښتنو او د نړيوالو زمه وارو څخه خبر يؤ۔ په كابل هوائي ډګر د بريد نه وروستو وتلو لپاره مو 3 زره وګړو له د ټرانزټ آساني وركړې۔ یو كس له هم د کډوال یا پناه غوښتونکې حیثیت نه دے ورکړے شوے ٬ داخله وزير شېخ رشيد احمد

image

اسلام آباد۔30اګست(اے پی پی)د کورنیو چارو وزیر شېخ رشید احمد وئیلي دي په كابل هوائي ډګر د بريد نه وروستو وتلو لپاره مو 3 زره وګړو ته د ټرانزټ آساني وركړې٬ هیڅ يو كس به مو هم د كډوال يا پناه غوښتونكے حېثيت نه دے وركړے۔ مونږ د قامي سلامتيا له غوښتنو او نړيوالو مسؤوليتونو څخه خبر يؤ ٬ چا هم امن لپاره له پاکستان څخه زیاتې قربانۍ نه دي وركړي ۔ زمونږ عظيم پوځ پوهیږي چې څنګه د پولې د هر انچ ساتنه وکړي ٬ د نړۍ تر ټولو لوي سیاست د پاکستان په شاوخوا کښې روان دے ۔ اپوزیشن د غېر ذمه وارۍ څرګندونه كوي۔ د اسلام آباد خپل شوق دې ترسره كړي۔ د آئين او قانون له مخې هغوي سره هغه سلوك كوؤ د كوم چې استحقاق لري۔ د ګل په ورځ ميډيا سره خبرو كښې وفاق وزير شېد رشيد ووئيل پاكستان يو ذمه وار هېواد دے ٬ مونږ اتومي قوت يؤ او سپر پاور سره خپلې پولې لرؤ۔ افغانستان كښې د صورتحال بدلېدو سره د كډوالو سېلاب راتللے شو٬ كوم چې نه دے راغلے۔ په كابل ائيرپورټ د بريد نه وروستو مونږ د انخلاﺀ عمل له مرسته وكړه۔ داسې غېر ذمه وارې خبرې بايد ونكړې شي چې ټول هېواد خالې كړے شو۔ هغه ووئېل درې زره وګړي به په هوټلونو كښې په ادائيګۍ كولو پاتې كېږي۔ دوي له مو د 21 ورځو نه تر يوې مياشتې وېزه وركړې ۔ داخله وزير ووئيل اپوزيشن يو وارې بيا د مارچ اعلان كړے ۔ دې نه وړاندې ئې هم دسمبر كښې استعفی لپاره اسلام آباد ته د راتللو اعلان كړے ؤ۔ اپوزيشن پوهه نه لري۔ دوي د نړۍ په حالاتو نه پوهېږي۔ پاکستان د نړيوال سياست مركز جوړ شوے ۔ هغه ووئېل هيله مو لرله چې مولانا فضل الرحمن به د زياتې ذمه وارۍ څرګندونه وكړي خو هغه هم غېر ذمه وار سياست كوي۔ هغه ووئيل اپوزيشن چې كله اسلام آباد ته راشي نو د آئين او قانون له مخې به هغوي سره هغه سلوك كوؤ د كوم چې استحقاق لري۔ هغوي بايد د ټاكنو تياري وكړي٬ دلته په راتللو به ګېر شي ٬ ستومانه به شي٬ د ټاكنو نه وړاندې د كېسونو پرېكړه كېدل دي۔هغه ووئېل د ټاكنو نه وړاندې د نېب كېسونو پرېكړه كېدونكې ده۔ ديني قوتونو د ذمه وارۍ څرګندونه كړې ۔ هغه ووئيل د هند په ميډيا د پاكستان په ضد ناوړه پروګرامونه چلېږي ۔ پاكستان يو ذمه وار هېواد دے ٬ د خپلې قامي سلامتيا ذمه وارۍ ترسره كولې شي او امن لپاره به نړيوالې غوښتنې هم پورا كوؤ۔ هغه ووئيل د پاكستان نه زيات كوم هېواد امن لپاره او د ترهګرۍ په ضد قربانۍ نه دي وركړې۔ مونږ د 80 زره ځانونو قربانۍ وركړې ۔ مونږ همت پرېښودے نه دے۔ د پاكستان عظيم پوځ ټول عمري د خپلو صلاحيتونو بشپړه څرګندونه كړې ۔ د يوې پوښتنې په ځواب كښی داخله وزير ووئيل طالبانو باور راكړے چې د افغانستان خاوره به د پاکستان په ضد ونه کارولې شي. طالبان د نورستان او کونړ په سیمو ښې د داعش په ضد عملیات کوي. هغوی داعش ته ماتې ورکړې . د پاكستان وسله وال ځواكونه به د خپلې پولې د يو يو انچ ساتنه كوي۔ د يوې بلې پوښتنې په ځواب كښی وفاقي وزير شېخ رشيد احمد ووئيل تر دې دمه افغانستان څخه 1627 كسان راغلي۔ يو وګړي ته مو هم د كډوال حېثيت نه دے وركړے۔ د یوې پوښتنې په ځواب کې د کورنیو چارو وزیر وویل تر دې دمه 27 کسان راغلي د افغانستان نه ، هیڅ یو کس ته د کډوال یا پناه غوښتونکي حیثیت نه دے ورکړے شوے ۔ 5 ٬ 7 سوه وګړي په ائيرپورټ ناست دي۔ د يوې بلې پوښتنې په ځواب كښی هغه ووئيل نړۍ بايد د پاكستان د قربانيو اعتراف وكړي۔ زمونږ نه بغېر او مونږ له نظره په غورځولو د چا مسئله نه حل كېږي۔ مونږ د امن سره او د ترهګرۍ په ضد ولاړ يؤ۔ د يوې بلې پوښتنې په ځواب كښې هغه ووئيل له افغانستان څخه مو ټول پاكستاني وګړي راويستلي۔ 30-40 كسان راتلل نه غواړي۔ هغه هلته آباد دي۔

مضمون کا ماخذ : میگا مولا۔
متعلقہ مضامین
مزید خبریں