حکومت د احساس کفالت پروګرام د لارې د هېواد په 130 ضلعو كښې د سود نه پاكې قرض او مستحقو زده كوٶنكو له د مېرټ له مخې 50 زره سكالرشپس وركوي۔ډاکټر ثانيه نشتر

image

اسلام آباد 30 اګست (اے پي پي) سماجي تحفظ او د غربت كمي لپاره د وزيراعظم خاص مرستيالې سېنټر ډاکټر ثانيه نشتر وئيلي دي حکومت د احساس کفالت پروګرام د لارې د هېواد په 130 ضلعو كښې د سود نه پاك قرض او مستحقو زده كوٶنكو له د سپېځلتيا او مېرټ له مخې 50 زره سكالرشپس وركوي۔۔ د ګل په ورځ پي ټي وي سره په خبرو كښې دې ووئيل احساس پروګرام د وزيراعظم عمران خان وژن له مخې د ټولنې كم آمدن لرونكې طبقې راپورته كولو او مستحقو كسانو لپاره يو ښه پروګرام دے ۔ ډاکټر ثانيه نشتر ووئيل احساس کفالت پروګرام ګرد هېواد كښې 13 مليونه خلقو ته دوه زر روپۍ په مياشتنۍ توګه وركوي او د دې پروګرام څخه په مجموعي توګه د ګرد هېواد 40 فيصده حاجت مند مستفيد كېږي، د احساس کفالت پروګرام د لارې حكومت خلقو ته د كوچني كاروبار لپاره د لږو نه لږې 75 زره د سود نه پاك قرض وركوي۔ د يوې پوښتنې په ځواب دې انكشاف وكړو چې انجونې زده كوٶنكې د هلكانو په مقابل كښې زيات سكالرشپس ترلاسه كوي۔ ډاکټر ثانيه نشتر ووئيل د احساس پروګرام په اړه په پوهنتونونو كښې خبرتيا لپاره يو كمپائن هم پېل كړے شوے ۔ دې ووئيل احساس پروګرام د قدرتي آفتونو پېښو په موقع به د اېمرجنسي كېش پروګرام د لارې د اولس مالي مرسته كوي

مضمون کا ماخذ : لاٹری کا انعام کیسے حاصل کریں
متعلقہ مضامین
مزید خبریں