سوداګرې ورورولۍ له د بېلو مراعاتو او آسانيوپه وركولو د هېواد کاروباری ماحول ښه كولو له ګامونه پورته كوو۔ صدرډاكټر عارف علوی

image

اسلام آباد 01 ستمبر (اے پي پي)صدرډاكټر عارف علوي وئيلي دي سوداګري رورورولۍ له بيل مراعات اوپه آسانيو وركولو د هېواد کاروباری ماحول ښه كولو له ګامونه پورته كوو، د هېواد معیشت په سم پلو روان دےكومه چې د حکومت په معاشی پالیسیو د كاروباري ورورولۍ د باور عكاسي ده۔د دې خيالاتو څرګندونه ده د هري پور چیمبر آف کامرس اینډ انډسټری (ایچ سی سی آئی) يو پلاوي سره په څبلو خبرو كښې وكړه كوم چې د چیمبر صدر شهباز مجید شیخ په مشرۍ كښې د شورو په ورځ ایوان صدر كښې ده سره ملاقات كولو۔په دې موقع شهباز مجید شیخ صدر ډاكټر عارف علوی د چیمبر د اړخه د هېواد معاشی پرمختګ كښې د هري پور چیمبر آف کامرس اینډ انډسټری کردار څخه خبر كړو۔ پلاوي صدر د ایچ سی سی آئی د مسئلو څخه هم خبر كړو۔ پلاوي سره خبرو كښې صدر ووئيل کاروباري ورورولۍ د هېواد معاشيپرمختګ كښې په زړه پوري كرداري ترسره كړے او په خاص توګه د كورونا وباﺀ په مهال د هغوي آسانيو لپاره ګڼ ګامونه پورته كړې شوي۔ده ووئيل حکومت د سختو مالی ستونزو باوجود سوداګري ورورولۍ او د ټولنې پسماندہ طبقي د وبا منفی اثرات څخه بچ كولو لپاره 1.2 ټریلیونه روپۍ مالیاتی پیکج وركړے ۔ ده ووئيل حکومت ښه كاروباري چاپيرچل جوړولو ته پام لرنه كوي او د دې هڅو په وجه کاروبار كښې د آسانيزو په سبب پهانډیکس كښې د پاکستان درجه 136م څخه 108م لمبر ته راغلې۔ دغسې صدر قامی پرمختګ كښې د هري پور چیمبر آف کامرس اینډ انډسټری او کاروباری ورورولۍ کردار هم وستائلو او د هغوي مسائلو حل لپاره ئې د هر ممكنه مرستي باور وركړو

مضمون کا ماخذ : لاٹری کھیلنے کا طریقہ
متعلقہ مضامین
مزید خبریں