د مودي حكومت آر اېس اېس نظريې د هند اخلاقي اړخونه بدل كړي۔وفاقي وزير سيد فخر امام د دفاع ورځ په موقع او د سيد علي ګېلاني په ياد كښې تعزيتي ريفرنس ته وېنا

image

اسلام آباد 06 ستمبر (اے پي پي)د قامي خوراك او غذائي تحفظ وفاقي وزير سيد فخر امام وئېلي دي چې د هند وزيراعظم نريندر مودي په كشمير كښې د آبادۍ تناسب بدلولو هڅه كوي٬د ملګرو ملتونو د اړخه د اګست 2019 د هند غېر قانوني او يو اړخيزه اقدام نه پس په ګڼو موقعو ملګرو ملتونو كښې د كشمير په مسئله بحث كولو سره يو ځل بيا دا ثابته شوې چې كشمير يوه شخړيزه سيمه ده٬نړيوالې مېډيا دې د دې نوټس واخلي۔د ګل په ورځ د نړيوالې خپلواكۍ حق د سيوري لاندې د دفاع ورځ او د سيد علي ګېلاني په ياد كښې تعزيتي ريفرنس ته په خپله وېنا كښې ده ووئيل چې ځينې هېوادونو د هند سره د تزويراتي شراكتدارۍ په وجه هغوي ته په سيمه كښې د خپلې اجاره دارۍ زياتولو اجازه وركړې۔ده ووئيل چې د مودي حكومت آر اېس اېس نظريې د هند اخلاقي اړخونه بدل كړي۔ده ووئيل وزيراعظم عمران خان په هر فورم د كشميريانو مقدمه پورته كړې او سباؤن كښې به هم دا ډول كوي۔وفاقي وزير ووئيل هند د كشميريانو د آزادۍ تحريك ته زيان رسولو لپاره ګڼ شمېر عسكر تعينات كړي۔ده ووئيل د پاكستان حكومت او ټول وګړي د كشميريانو د آزادۍ هلو ځلو بشپړه حمايت كوي۔وفاقي وزير فخر امام د سيد علي ګېلاني خذماتو ته پېرزوينې وړاندې كړې

مضمون کا ماخذ : نتیجہ بہت زیادہ
متعلقہ مضامین
مزید خبریں