د پوځ سرلښكر جنرل سيد عاصم منير د شهيد ماشومې لور سره د ملاقات وېډيو په سوشل ميډيا وائرل شوه

image

پېنډۍ 30 نومبر (اے پي پي) د پاك پوځ سرلښكر جنرل سيد عاصم منير د شهيد ماشومې لور سره د ملاقات يوه وېډيو په سوشل ميډيا وائرل شوې ده ٬ سرلښكر د وډېره په ضد د ماشومې په ګيله عملې ته امر وكړو چې د ماشومې په شكايت سمدستي كاروائي وكړئ٬ تېره ورځ په سوشل ميډيا وائرل شوې وېډيو كښې سرلښكر د شهيد وړې لور سره ملاقات كړے او د ھغې څخه ئې د كورنۍ حال او احوال پوښتلو ٬ دغسې ماشومې سرلښكر ته شكايت كړے چې زمونږ په سيمه ډېره مراد جمالي كښې يو وډېره خپلې زمكې ساتلو لپاره د اوبو مخ زمونږ كورونو پلو ګرځوي چې ورسره په سېلاب كښې زمونږ كورونه ځپلې شوي دي٬ سرلښكر د ماشومې په شكايت اړوندې عملې ته ضروري احكامات جاري كړي او د ماشومې په سر ئې لاس اېښودو سره ھغې له باور وركړے چې اوس به وډېره داسې نه كوي۔ سرلښكر د دې عزم څرګندونه كړې چې پاك پوځ به د شهيدانو كورنۍ تنها نه پرېږدي او د دوي به خيال ساتي٬ وېډيو په سوشل ميډيا وائرل شوې او د لكهونو په شمېر خلقو د سرلښكر د اقدام ستائنې سره دغه وړاندې شئير كړې ده۔

مضمون کا ماخذ : سشی ایکسپریس
متعلقہ مضامین
مزید خبریں