پينډۍ 31 دسمبر (اے پی پی) د امنيتي ځواكونو د پاك افغان پولې څخه د درآندازۍ په هڅه كښې د ډزو په تبادله كښې درې ترهګر وژلي دي دغسې په يوه بله كاروائۍ كښې ترهګرو لوئ زيان پورته كړې او په دې مهال د پاك پوځ نائیك عبدالرؤف شهيد شوې دي۔د يئي اېس پي آر له مخې د پوځ د اتوار په ورځ جاري شوې بيان له مخې درې ترهګرو د باجوړ ولسوالۍ په بټوار سیمه کښې د پاکستان او افغانستان پولې څخه د درآندازۍ هڅه وکړه كوم چې امنیتي ځواکونو کنټرول كړې شوي ۔ درې واړه ترهګر د ډزو په تبادله کې وژلې شوې دي ۔ د ترهګرو څخه په زیات مقدار كښې وسله او توكي ترلاسه شوي دي۔ په يوه بله پيښه کې دشمالي وزيرستان په سپين وام سيمه کښې د پاكستان په پوله ډزي شوې د كوم چې امنيتي ځواکونو لخوا ځواب وركړې شوې او په نتيجه كښې ئې ترهګرو لوئ زيان پورته ګرې ٬ بلخوا د پنجاب د رحیم یار خان اوسېدونکی 31 کلن نائیك عبدالروف د ډزو په تبادله کښې وژل شوی دی. پاکستان پرله پسې د افغانستان حکومت څخه غوښته كوي چې په خپله برخه کښې دې د پولې د اغېزمن مدیریت ډاډ ورکړي او د خپلې خاورې د کارولو اجازه به ورنه کړي