اسلام آباد 04 ستمبر (اے پي پي) د سعودي عربستان نائب خارجه وزير عادل الجبير او د متحده عرب امارات خارجه وزير شېخ عبدالله بن زېد بن سلطان خپلو پلاويو سره د شورو په ورځ په خارجه وزارت كښې خارجه وزير مخدوم شاه محمود قرېشي سره ملاقات كړې۔ د ملاقات په مهال مقبوضه جمو و کشمير كښې د روانو بشري حقونو د سنګينو خلاف ورزيو او منطقه كښې د امن په خراب صورتحال د خيالاتو څرګندونه شوې۔ خارجه وزير شاه محمود قرېشي د سعودي او يو اے اي خپل همڅنګ د اګست 5مې نيټې په مقبوضه كشمير كښې د هند يو اړخيزه او غېر قانوني اقداماتو او د دغي د مضمراتو نه خبر كړل ٬ شاه محمود قرېشي ووئيل دې اقدام سره هند د مقبوضه جمو و كشمير خاص حېثيت ختم كړې ٬ دغسې چې ځائي اكثريت په اقليت بدل كړې شي٬د هند يو اړخيزه اقدامات نه يوازې د نړيوالو قوانين بلكې د ملګرو ملتونو د قراردادونو هم خلاف ورزي ده ۔ ده ووئېل هند د تېرې يوې مياشتې راهسې مقبوضه كشمير كښې د لكهونو په شمېر مسلمانان د كرفيو د لارې محصور ساتلې ۔ ده ووئيل صورتحال دومره اندېښمن دې چې ٬ خوراك او د داروګانو هم كمے دے ۔ ده ووئېل د او آئي سي او د ادارې د بشري حقونو كمېسون لخوا مقبوضه جمو و کشمير كښې د روانو بشري حقونو د سنګينو خلاف ورزيو په حقله كوټلې درېځ رامخې ته كېدل خوشبينه دے۔ شاه محمود قرېشي ووئېل د مقبوضه د جمو و کشمير مظلومان مسلمانان د هند استبداد څخه خلاصي لپاره نړيوالې ورورولۍ په خاص توګه اسلامي نړۍ ته سترګې نيولې ۔ د دې نه وړاندې د سعودي عرب د خارجه چارو دوهم وزير عادل الجبير او د عرب امارات وزير خارجه شېخ عبدالله بن زېد بن سلطان خارجه وزارت ته په رارسېدو مخدوم شاه محمود قرېشي او د خارجه وزارت لوړو پوړو د مېلمنو تود هركلے وكړ