د زلمو چارو لپاره د وزيراعظم خاص مرستيال عثمان ډار خبريالانو سره خبرې

image
APP28-16 ISLAMABAD: October 16 - Special Assistant to Prime Minister Usman Dar talking to media persons during his visit to Kamyab Jawan Portal National Data Center at NTC HQs. APP photo by Saleem Rana

اسلام آباد ۔ 16 اکتوبر (اے پی پی) د زلمو چارو لپاره د وزيراعظم خاص مرستيال عثمان ډار وئيلي دي د وزيراعظم كامياب جوان پروګرام پرانسته نن د زيارت په ورځ كوو۔ د دې پروګرام ترسېوري لاندې به زلمو ته 10 زره څخه تر 50 لكه روپو قرض په آسانو شرطونو وركولې شي۔ زلمو ته د قرض ترلاسه كولو او دوي د خېر ښېګړې لپاره د نورو پورته كړو ګامونو په اړه خبرولو له ډيجيټل پلېټ فارم جوړ كړې شوې ۔ د دې خيالاتو څرګندونه ده د شورؤ په ورځ خبريالانو سره خبرو كښې وكړه۔ ده ووئيل موجوده حكومت د تېرو 10 كلونو مودې څخه وروستو نیشنل یوتھ ډوېلپمنټ پالیسی جوړه كړې ۔ د 18م بدلون نه وروستو زلمو سره د اړوندو چارو معامله صوبو ته منتقل شوې ۔ ده ووئيل د موجودہ حکومت نېشنل یوتھ ډوېلپمنټ فرېم ورک ترسېوري لاندې وزیراعظم دفتر كښې يوته سېل او د دغې ترسېوري لاندې نېشنل یوتھ کونسل جوړ كړې شوې په كوم كښې چې این جی اوز، مدرسو او د نجی څانګې په شمول نورو څانګو څخه صلاحيت لرونكي زلمي شامل كړې شوي ۔ ده ووئېل د وزیراعظم کامیاب جوان پروګرام كښې روزګار او د زلمو شموليت پلو خاص پام ګرځولې شوې چې ترمخه به ئې انټرپرینیورشپ او فنی تربیه وركولې شي۔ د انټرپرینیورشپ د لارې به زلمو ته په آسانو شرطونو قرض وركولې شي دغسې چې هغوي خپل كاروبار پېل كړې شي۔ ده ووئېل د 10 زره څخه تر 100 زره قرض به د سود نه غېر او 100 زره څخه تر 50 لكه روپو قرض به په آسانو شرطونو وركولې شي۔ دا قرض به 8 كلونو له وركولې شي۔ ده ووئېل په اولني كال كښې به قسط نه غوښتلې كېږي۔ په ابتدائي توګه به د درېو بېنكونو نېشنل بېنک آف پاکستان، بېنک آف پنجاب او بېنک آف خېبر د لارې قرض وركولې شي۔ ده ووئېل ځوانان د دې قرض او نورو پروګرامونو په اړه معلومات د kamyabjawan.gov.pk وېب سائټ د لارې ترلاسه كولې شي۔ دوي په دې وېب سائټ موجود فارم كارولو سره قرض له درخواست وركولې شي۔ خاص مرستيال ووئيل ميډيا دې د دې پروګرام په تشهير كښې خپل كردار ترسره كړي۔ ده زياته كړه چې په ابتدائي پړاؤ كښې به د هر يو كور څخه يو كس له قرض وركولې شي

مضمون کا ماخذ : جوگوس ڈی لوٹیریا آن لائن
متعلقہ مضامین
مزید خبریں