اسلام آباد 17 فروري (اے پي پي) د خارجه دفتر وياند ډاكټر محمد فېصل وئيلي دي چې د سعودي ولي عهد شهزادہ محمد بن سلمان د پاكستان دوره يوه تاريخي دوره ده كومه چې ډېر اهميت لري۔ د سعودي ولي عهد دا يوه سركاري دوره ده كومه چې د وزيراعظم عمران خان په بلنه كوي۔ د دې خيالاتو څرګندونه ده د اتوار په ورځ نجي ټي وي سره خپلو خبرو كښې وكړه۔ ده ووئيل د سعودي ولي عهد د پاكستان دورې به ښې نتيجې رامخې ته شي او هيله ده چې په دې مهال به د توان٬ ګاز ٬ كلتور٬ ميډيا او لوبو پشمول د 8 نه زيات د تفاهم يادښتونه لا?? ليك شي?? د كومو تفصيلات به چې به ډېر زر رامخې ته شي?? د خارجه دفتر وياند ووئيل د شهزاده محمد بن سلمان اوسنې دورې ب?? په زړه پورې نتيجې رامخې ته شي