اسلام آباد ۔ 25 فروری (اے پی پی) د بهرنيو چارو وزير شاه محمود قرېشي وئيلي دي برطانيه دې د سلامتي كونسل مستقل غړي هېواد په حېث د پاك هند ترمينځھ تاؤ تريخوالي ختمولو له خپل فعاله كردار ترسره كړي۔ د دې خيالاتو څرګندونه ده د ګل په ورځ د برطانيې د خارجه چارو سېکرټری آف سټېېټ جیریمی هنټ سره د ټېلېفوني تماس په مهال خ??لو خبرو كښې وكړه۔ دواړو خارجه ??زيرانو د پاكستان او برطانيې ترمينځھ د اړيكو موجوده نوعيت د اطمينان وړ ګرځولو سره په مهمو سيمه ايزو چارو د خيالاتو څرګندونه وكړه۔ خارجه ??زير خپل برطانوي همڅنګ پلوامه پېښې څخه وروستو سوئيلي آسيا كښې د امن ناوړ?? وضعې څخه خبر كړو۔ خارجه ??زير ووئيل برطانيه دې د سلامتي كونسل مستقل غړي هېواد په حېث د پاك هند ترمينځھ تاؤ تريخوالي ختمولو له خپله فعاله كردار ترسره كړي۔ دبرطاني خارجه ??زير خپل پاكستاني همڅنګ له باور وركړو چې برطانيه به د پاك او هند ترمينځھ د تاؤ تريخوالي وضعه كمولو په لړ كښې خپل بشپړ كردار ترسره كړي۔ ده ووئيل پاكستان او هند د ټولو شخړو هواري له بايد د خبرو اترو لاره خپله كړي۔ دواړو خارجه ??زيران د پاكستان او برطانيه ترمينځھ د مشاورت روانه ساتلو ته هم صلا شوي دي۔