د روغتيا وفاقي وزير عامر محمود كياني د ټي مخنيوي په سرخط قامي سيمينار ته خطاب

image

اسلام آباد ۔ 3 اپریل (اے پی پی) د روغتيا وفاقي وزير عامر محمود كياني وئيلي دي د پاكستان حكومت دا ادراك لري چې هنرمند افرادي قوت لپاره د ودانۍ صحتمنده پاتې كېدل ضروري دي۔ مونږ دا مهال د ټي بي مخنيوي ته خاص پام ګرځولې ولې چې دا پاكستان كښې متعدي رنځونو كښی تر ټولو زيات خطرناك رنځ ثابتږي۔ په نېشنل سټرېټېجک پلان 2017-20ء كښې د ترجیحاتو تعين شوې په كومو كښې چې د ټي بي ختمولو تږلاره شامل ده۔ په دې سټراېټیجی كښې تر كال 2030ء ټي بي څخه د پاك پاكستان تصور وركړې شوې۔ ده د شورؤ په ورځ د ټي بي مخنيوي په سرخط قامي سيمينار ته خطاب كولو۔ سیمینار كښې اولس مشر ډاكټر عارف علوي ٬ د پنجاب او سندھ ګورنرانو او سفارتكارانو سره سره د روغتيا څانګې ګن شمېر پوهانو ګډون وكړو۔ ده خپل خطاب كښې ووئيل ټي بي څخه د پاك پاكستان مقدس مشن لپاره اولس مشر ته د مهم سيمينار په كوربتوب كولو د عقيدت پېرزئنې وړاندې كوم۔ ده ووئيل حكومت د ټي بي ختمولو عزم لري او مونږ به كه لوئے څښتن ته منظور وي پاكستان ټي بي فري هېواد جوړوو۔ ده وئيل اسلام آباد كښې د ټي بي درملنو له يو ماډل سنټر جوړ كړې شوې او د اسلام آباد په كچه آبادو كښې د ټي بي سكريننګ او ټېسټنګ كېږي او وېړيا درملنې هم كولې شي۔ ده ووئيل پاكستان د ملګرو ملتونو د ټي بي په اړه د لوړې كچې د يوې غونډې اعلاميه توثيق كړې او سختۍ سره پرې عمل درآمد كوي

مضمون کا ماخذ : raspadinha acumulada
متعلقہ مضامین
مزید خبریں