اولس مشر ډاكټر عارف علوي سره د المان سفير مارټن كوبلر د مخه ښې ملاقات

image
APP106-09 ISLAMABAD: April 09 - President Dr. Arif Alvi talking to Ambassador of Germany, Martin Kobler, who paid a farewell call on him at Aiwan-e-Sadr. APP

اسلام آباد 9 اپرېل (اے پی پی) اولس مشر ډاكټر عارف علوي سره د المان سفير مارټن كوبلر د نهې په ورځ ايوان صدر كښې د مخه ښې ملاقات وكړو۔ اولس مشر د سفارتي مودې په ترسره كولو ده له مباركي وركولو سره ووئيل مارټن كوبلر د كال 2017ﺀ اګست مياشت نه پاكستان كښې د المان سفير په حېث خپلې ذمه وارۍ سنبھالې كړې وې۔ د دغې مودې په مهال د دواړو هېوادونو ترمينځھ دوه اړخيزه اړيكې لا قوي شوې او په بېلو څانګو كښې دوه اړخيزه رابطو كښې ښكاره پياوړتيا رامخې ته شوې ۔ اولس مشر د دوه اړخيزه اړيكو ودې او دوه اړخيزه مرستې او تبادلو كښې زياتوالي له د موده ترسره كړي الماني سفير ګامونه اوستائل۔ اولس مشر د المان سفير او د هغه كورنۍ له د نېكو هيلو څرګندونه هم وكړه

مضمون کا ماخذ : منی ٹرین 2
متعلقہ مضامین
مزید خبریں