اولس مشر ډاکټر عارف علوی د تاجك د دفاع وزير کرنل جنرل شېر علي میرزوف سره ملاقات كښې خبرې اترې

image
APP42-11 ISLAMABAD: April 11 - President Dr. Arif Alvi talking to Defence Minister of Tajikistan, Colonel General Sherali Mirzo, who calls on him in Aiwan-e-Sadr. APP

اسلام آباد 11 اپریل (اے پي پي) اولس مشر ډاکټر عارف علوی وئيلي دي چې د پاکستان او تاجکستان دوه اړخيزه اړيكې د شريكې عقیدې، تاریخ او اقدارو څخه عبارت دې، د اعلیٰ كچ باقاعدہ تګ راتګ سره د دوه اړخيزه اړيكو عکاسی كېږي۔ ده دا خبرې د تاجکستان د دفاع وزير کرنل جنرل شیر علی میرزوف سره په خپلو خبرو كښې وكړې چا چې د زيارت په ورځ ده سره ليدلې ؤ۔ اولس مشر په دې خبره د خوشحالۍ څرګندونه وكړه چې د دواړه هېوادونو دفاعی او امنيتي چارواكي د سيمه ايزې سلامتيا لپاره د يو بل سره مرسته كوي او تاجکستان كښې دفاعی پیداوار لپاره د شريكو پروژو د امکاناتو جاج اخلو۔ ده د امنيتي او ترهه ګرۍ په څانګو كښې دوه اړخيزه مرستې لا زياتولو او د تربيې د لارې د يو بل د ښه تجربو څخه د استفادې كولو په حاجت زور راوړو۔ اولس مشر ووئيل په دې لړ كښې سږ كال د نشه ائ توكو قاچاق او منظم جرمونو د لارې فنانسنګ او د ترهه ګرۍ مخنيوي په اړه د نړيوالې مرستې په حقله اعلیٰ كچ کنفرنس كولو له د تاجکستان د اولس مشر اقدام وستائلو۔ اولس مشر دا خبره رامخې ته كړه چې زمونږ دوه اړخيزه تجارت د حقیقی صلاحیت څخه كم دې ، هيله لرو چې شريكه ورکنګ ډله به زمونږ اقتصادی شراکت دارۍ ته ودې وركولو كښې مرستياله وګرځي۔ ده په دې خبره زور راوړو چې پاکستان کاسا 1000 فلیګ شپ منصوبې په وخت بشپړولو ته پام لرنه كوي۔ د دواړو اړخو په دې پروژه د عملدرآمد تندولو ته اړتيا ده۔ ده ووئيل بايد تند رفتاره سيمه ايز تجارت له درې اړخيزه تجارتی لوظنامې ته زر تر زره حتمی شکل وركولو له د افغانستان سره په ګډه كار وكړې شي۔ ډاکټر عارف علوی ووئيل پاکستان تقریباً 175 هېوادو له د ای ویزې او 50 هېوادونو له په راتګ د ویزې اسانۍ وركولو معارفي كوي

مضمون کا ماخذ : ریل رش
متعلقہ مضامین
مزید خبریں