د پلوامه په پیښه كښې د مولانا مسعود اظهر ككړ كېدو او پاكستان په نړيواله كچه بدنامولو په اړه د هند ټولې هڅې ناكامه شوې

image
APP48-19 MULTAN: February 19 - Foreign Minister Makhdoom Shah Mehmood Qureshi talking to media persons at Circuit House. APP photo by Qasim Ghauri

اسلام آباد 03 مئي(اے پي پي)خارجه وزير شاه محمود قرېشي وئېلي دي چې د پلوامه په پیښه كښې د مولانا مسعود اظهر ككړ كېدو او پاكستان په نړيواله كچه بدنامولو په اړه د هند ټولې هڅې ناكامه شوې٬د پلوامه پیښې نه وروستو په پاكستان د هندي غېر ذمه وارانه تورونه په نړيواله كچه په ډاګه شوي دي۔د جمعې په ورځ د سري لنكن په هائي كمېشن كښې د راتګ په موقع خبريالانو سره په خبرو كښې خارجه وزير شاه محمود قرېشي ووئيل چې د هند موده ترسره كونكې بي جي پي حكومت له سياسي مقاصدو لپاره د پاكستان په ضد د ترهه ګرۍ بريدونو كښې خپلې هڅې په ضائع كېدو د خفګان څرګندونه كړې۔ده ووئيل چې پاكستان د هېواد او منطقې خوشحالۍ لپاره پروژې په وخت بشپړېدو لپاره چين سره به مرسته روانه ساتي۔د سري لنكا هائي كمشنر نورالدين محمد شاهد په دې موقع ووئيل چې په سري لنكا كښې صورتحال دا مهال قابو كښې دي او تورونو نيولو لپاره كاروائي روانه ده۔

مضمون کا ماخذ : لاٹری کے اعدادوشمار
متعلقہ مضامین
مزید خبریں