د موسمی بدلون ډویژن پرمختيائي كارونو لپاره په مجموعی توګه 77کروړه 53 لکھ روپۍ فنډز جاری

image

اسلام آباد 07 مئی(اے پی پی) د منصوبه بندۍ ٬ پرمختګ او اصلاحات وزارت د سرکاری څانګې پرمختيائي پروګرامونو كښې د موسمی بدلون ډویژن پرمختيائي كارونو لپاره په مجموعی توګه تر اوسه 77 کروړه 53 لکھ روپۍ فنډز جاری کړې دې، حکومت د دې ډویژن پرمختيائي كارونو لپاره د روان مالی كال په مهال 80 کروړه 26 لکھ روپۍ فنډز بيل كړې دې۔د پلاننګ کمېشن جاری کړې شوي شميرې له مخې حکومت ګرین پاکستان پروګرام فارسټری لپاره 39 کروړه ،جیومېټګ سنټر جوړولو لپاره يو کروړ 81 لکھ ،كرین پاکستان وائلډ لائف لپاره 22 کروړه 90 لکھ، زو کم بوټانیکل ګاردن لپاره 8 کروړه 88 لکھ روپو پشمول بيل پرمختيائي پروژو له فنډز جاری کړې دې

مضمون کا ماخذ : quina prêmio acumulado
متعلقہ مضامین
مزید خبریں