امنيتي ځواكونو پرل کانټینېنټل ګوادر كښې کلئیرنس آپرېشن بشپړ كړو۔ عملياتو كښې درې ترهګر ووژل شول د نېوي د عسكر او د هوټل 4 ملازمينو په شمول 5 كسان شهيد او 6 ژوبل ٬ آئي اېس پي آر

image

پنډۍ ۔ 12 مئی (اے پی پی) امنيتي ځواكونو پرل کانټینېنټل ګوادر كښې کلئیرنس آپرېشن بشپړ كړو۔ آپرېشن كښې درې ترهګر ووژل شول۔ د آئي اېس پي آر لخوا د اتوار په ورځ جاري كړې شوي بيان ترمخه د وژلې شويو ترهګرو مړي پېژندګلو له اېښودلې شوي شوي۔ د آپرېشن په مهال د نېوي عسكر او د هوټل 4 ملازمينو په شمول 5 كسان شهيد او 6 ژوبل شول۔ په ژوبل شويو كښې د آرمي دوه كپتان ٬ د نېوي دوه عسكر او د هوټل دوه ملازمان شامل دي۔ د بيان ترمخه ترهګرو هوټل ته د ننوتونكو او دغلته د موجوده مېلمنو په نښه كولو يا ددوئي دمحاصره كولو هڅه كوله۔ هوټل ته د ننوتلو په ځائې (اینټری) سېكورټي ګارډ په ترهګرو غږ وكړو او دوئي ئې مركزي هال ته ننوتلو څخه منع كړل۔ په دې ترهګر بره چھتونو ته رسېدلو لپاره پاوړۍ وكارولې۔ د ترهګرو په ډزو سېكورټي ګارډ ظهور شهيد شو۔ د پاؤړو پلو تلو په مهال ترهګرو بې درېغه ډزې پېل كړې چې په نتيجه كښې ئې د هوټل درې ملازمين فرهاد، بلاول او اوېس شهيد او دوه نور ژوبل شول۔ د بيان ترمخه د آرمي٬ نېوی او پولیس تېز حركت كوؤنكې ځواك هوټل ته ورسېد كومو چې مېلمانه او موجود عمله محفوظ كړه۔ مېلمانه او د هوټل عمله حفاظت سره هوټل څخه بهر كولو نه وروستو امنيتي ځواك کلئیرنس آپرېشن پېل كړو۔ د آپرېشن په مهال ټول ترهګر ووژل شول او د ترھګرو لخوا ځائې په ځائې اېښودلې شوې چاؤدېدونكي توكي ناكاره كړې شول۔ په يو بل د ډزو په نتيجه كښې د سمندري ځواك عسكر عباس خان شهید او د پاك پوځ دوه كپتانان او د نيوي دوه اهلكار ژوبل شول۔ د آئي اېس پي آر ډي جي د آپرېشن كورېج كښې په ذمه وار رپورټنګ د ميډيا مننه وكړه۔ د ذمه وار رپورټنګ لامله ترهګرو نېغ په نېغه آپ ډېټ ته رسنه ونكړې شوه او امنيتي ځواكونو ته د آپرېشن په غوره ډول سر ته رسولو كښې آساني ترلاسه شوه

مضمون کا ماخذ : ہاٹ اسپن
متعلقہ مضامین
مزید خبریں