د ملګرو ملتونو په عمومي اسمبلۍ كښې د مقبوضه جموں وكشمير مسئلې په پورته كولو د ترك اولس مشر ر جب طيب اردوان مننه كوم۔ د وزيراعظم عمران خان ټويټ

image

اسلام آباد ۔ 25 ستمبر (اے پی پی) وزیراعظم عمران خان وئيلي دي د ملګرو ملتونو عمومي اسمبلۍ كښې د مقبوضه جموں وكشمير مسئلې په پورته كولو ددې پخوانۍ شخړې د حل په حاجت په زور راوړلو د ترك اولس مشر رجب طيب اردوان مننه كوم۔ د شورؤ په ورځ خپل يو ټويټ كښې د مقبوضه كشمير محاصرې حواله وركولو سره د ترك اولس مشر ووئيل د ملګرو ملتونو د قراردادونو باوجود 80 لکھ كسان مقبوضه كشمير كښې محصور دي۔ وزيراعظم عمران خان ووئيل زه د اولس مشر رجب طيب اردوان دې بيان ته چې د سوئيلي آسيا استحكام او سوكالي د كشمير مسئلې څخه جدا كېدې نه شي ٬ د قدر په سترګه ګورم۔

مضمون کا ماخذ : میگا ملینز کا بونس
متعلقہ مضامین
مزید خبریں