اسلام آباد ۔ 4 اپریل (اے پی پی) وزیر اعظم عمران خان نن د خالي په ورځ د لاهور يوه ورځنۍ دوره كوي۔ د وزیراعظم آفس میډیا ونګ لخوا جاري شوي بيان له مخې وزيراعظم سره به د پنجاب ګورنر او اعلی وزير ملاقات كوي۔ وزیراعظم ته به پنجاب كښې د كورونا وائرس مخنيوي له د پورته كړې شويو ګامونو په اړه بريفنګ وركولې شي۔ وزیراعظم به د کرونا ریلیف ټایئګر فورس رضاکارانو سره ملاقات هم كوي۔