صدر مملکت ډاکټر عارف علوي كوچنيانو ته د اعليٰ تعليمي مقاصد ترلاسه كولو او د قائد اصول پخپلولو زور رواړو

image
APP29-251223 ISLAMABAD: December 25 - President Dr Arif Alvi addressing an event titled, ' Quaid aur Bachay' in connection with celebration of the 147th birth Anniversary of Quaid-i-Azam Muhammad Ali Jinnah, at Aiwan-e-Sadr. APP/ABB

اسلام آباد 25 دسمبر (اے پي پي) صدر مملکت ډاکټر عارف علوي په كوچنيانو زور رواړو چې ھغوي دې په تعليم كښې اعلٰې معيار ترلاسه كولو او د قائداعظم د اتحاد، ايمان او نظم و ضبط اصول خپلولو سره هېواد لپاره خپل كردار ولوبوي ۔ ده دا خبرې د ګل په ورځ په ايوان صدر كښې د “قائد او كوچنيان ” په سرخط دستورې ته خپلې وېنا كښې وكړه۔ په دې موقع لومړۍ مېرمن ثمينه علوي، وزيران ٬ پارلماني غړي او خاص كسانو پشمول د سكول ماشومان هم موجود وو۔ صدر مملکت ډاکټر عارف علوي ووئيل د باني پاكستان په ځالانده اقدارو عمل كولو سره به هېواد ترقي وكړي۔ ده ووېيل د تحريك پاكستان په مهال كوچنيان هم په دې كښې شامل وو چا چې خپل قائد سره مينه لره او د جلا هېواد په هلو ځلو كښې ثابت قدمۍ سره ولاړ وو۔ په دې موقع صدر مملکت ډاکټر عارف علوي او ثمينه علوي ماشومانو سره په ګډه د قائداعظم د سالګرې كېك هم پرې كړو۔ په روايتي لباس كښې كوچنيانو د څلورو واړو صوبو او د كشمير د بشپړه كلتور عكاسي كولو سره په لوك سندرو ګډا هم وكړه۔ د خاص ماشامونو يوې ډلې د’دل دل پاکستان‘ په سندره ټېبلو وړاندې كړه او حاضرينو د دوي ستائنه وكړه٬ په دې موقع خاص ماشومانو سهولت لپاره دستوره د اشارو په ژبه كښې وړاندې كوله۔

مضمون کا ماخذ : Aztec خزانے
متعلقہ مضامین
مزید خبریں