د وګړو مسائل حل كولو كښې د وګړو كردار ضروري دے ، مقامي حکومتونه هېواد كښې په ځائي كچه د بدلون اصل محرک دي ، د دوي نه بغېر جمهوریت او په لاندې كچه د مسائلو حل ممکن نه دے ، مرتضیٰ سولنګي

image

اسلام آباد۔16جنوری (اے پی پی)د اطلاعات، نشریات او پارلیمانی چارو نګران وفاقي وزير مرتضیٰ سولنګي وئېلي دي د وګړو مسائل حل كولو كښې د وګړو خپل کردار ضروري دے ، مقامي حکومتونه په ټول هېواد كښې په ځائي كچه د بدلون اصل محرک دي ، د قانون تر مخه په هره صوبه كښې د مقامي حکومتونو جوړول لازمي دي ، د مقامي حکومتونو نه غیر په لاندې كچه د مسائلو حل ممکن نه دے ۔ دا خبره ده د نهې په ورځ د دوه ورځني سِوک ہیکاتھون د ”مسائلو پېژنګلو “ په سر خط د کنفرنس پرانستې دستورې ته خطاب کښې وكړه ۔ نګران وفاقی وزیر د پرانستې سیشن كښې په ګډون كولو د خوشحالۍ څرګندونې كولو سره ووئېل کانفرنس د هېواد مهمو شهري مسائلو په اجتماعي توګه په ګوته كولو لپاره د سرکاري او نجي څانګې پوهانو او سول سوسائټي ته يو پلیټ فارم وركوي۔ ده ووئېل د دې کانفرنس بنیادي مقصد د دې مسائلو لپاره ډیجیټل حل رامخې ته كولو لپاره كوشش دے ۔ نګران وفاقي وزیر ووئېل پاکستان كښې د جدت وړ مقامي حل ته د پام لرنې ډېر صلاحیت موجود دے خو د سرکاري څانګې په لور د اکثر مسائلو پېژنګلو په يواځې کولې شي۔ ده ووئېل زه باور لرم چې د مسائلو حل په اړه دا کانفرنس او وروستو د سوک ہیکاتھون انعقاد به ډېر تل پاتې نتائج وركړي۔ ده ووئېل زه باور لرم چې اخر به دا عمل د اولسي خدمات وركړه لا ښه كړي ، د ډیجیټل تقسیم ختمولو او د مقامي حکومتونو مضبوطولو كښې به مرسته وكړي ۔ مرتضیٰ سولنګي ووئېل مقامي حکومتیونه نه يواځې د دغسې ډیجیټل حل ساتندويه دي بلکه په ګرد هېواد كښې په مقامي كچه د بدلون اصل محرک هم دي ۔ ده ووئېل د مقامي حکومتونو نه بغیر جمهوریت ممکن نه دے ، هغه ټول هېوادونه څوك چې د ترقۍ بامونو ته رسېدلي ، هغوي مقامي حکومتونه اختیار مند كړي۔ ده ووئېل مقامي حکومتونه اختیار منده جوړول زمونږ په سیاسي تاریخ كښې په لويو مسائلو كښې يو مسئله وه ۔ وفاقی وزیر ووئېل د پبلک او پرائیویټ سیکټرز د ګډون كوونكو ، د خیبر پښتونخوا او د پنجاب لوکل ګورنمنټ افسرانو، تعلیمی ادارو او د مقامي حکومت د پوهانو شکریه ادا کوو ٬ ده ووئېل د مسائلو په شريكه پېژندګلو لپاره اجتماعي ذهن سازي به پاکستان كښې مقامي حکومتونو كښې ډیجیټل بدلون د قوي كولو جوګه كړي ۔ وفاقی وزیر ووئېل جمهوریه جرمني په خاص توګه Deutsce Gesellschaft Fur Internationale Zusammenarbeit (GIZ) GmBH كوم چې پاکستان كښې د 1961ء نه كار كوي ، د دې اقدام مرستې كولو لپاره په مختلفو صوبو كښې خپلې دفترې جوړې كړي۔ ده ووئېل جمهوریه جرمني د وفاقي او صوبائي حکومتونو سره په ګډه کار کولو لپاره د 12 جلا جلا منصوبو د لارې د پاكستان حکومت مرسته كوي چې پكښې مقامي حکومتونه، موسمیاتي بدلون، د انرژۍ منتقلي ، سماجي تحفظ، تل پاتې اقتصادي ترقي او پیشه ورہ تعلیم او د تربیت څانګې شاملې دي۔ وفاقی وزیر ووئېل نګران حکومت د آئي ټي څانګې ودې لپاره د 2 اربه روپو وړومبے پاکستان اسټارټ اپ فنډ په رسمي توګه اجراﺀ كړے دے ۔

مضمون کا ماخذ : مصر کی میراث
متعلقہ مضامین
مزید خبریں