د سپریم کورټ 6 كسيزه لارجر بینچ سویلینز كسانو په پوځي عدالتونو كښې د ټرائلز په اړه دائر شوې اپیلونو سماعت به په 29 جنوري كوي

image

اسلام آباد 27 جنوري (اے پي پي) سپریم کورټ كښې د جسټس سردار طارق مسعود په مشرۍ كښې 6 كسيزه لارجر بینچ د سویلینز كسانو په پوځي عدالتونو كښې د ټرائلز په اړه د دائر شوې اپیلونو سماعت په 29 جنوري 2024 كوي۔د سپریم کورټ د اړخه جاری شوې کاز لسټ له مخې د جسټس سردار طارق مسعود په مشرۍ كښې جسټس امین الدین خان، جسټس محمد علی مظهر، جسټس سیّد حسن اظهر رضوی، جسټس مسرت هلالی او په جسټس عرفان سعادت خان مشتمل 6 كسيزه لارجر بنچ به د ګل په ورځ په 29 جنوري 2024 د اپیلونو سماعت کوي۔

مضمون کا ماخذ : موبائل سے لاٹری کھیلیں
متعلقہ مضامین
مزید خبریں