پاكستان د زمبابوے د پخواني اولس مشر رابرټ موګابې په مړينه د هغه كورنۍ او اولس سره غمرازي كړې

image

اسلام آباد 08ستمبر (اے پي پي) پاكستان د زمبابوے د پخواني اولس مشر رابرټ موګابې په مړينه د هغه كورنۍ او اولس سره غمرازي كړې۔ د خارجه دفتر وياند په خپل يو بيان كښې ووئيل چې د پاكستان حكومت او اولس د زمبابوے پخواني اولس مشر رابرټ موګابې په مړينه غمرازي كوي كوم چې د هېواد په تاريخ كښې مهم كردار ترسره كړے۔ ده د پاكستان او د زمبابوے د اړيكو استحكم لپاره هم مهم كردار ترسره كړے و۔ وياند ووئيل چې افريقې او زمبابوے لپاره به د رابرټ موګابې خدمات تل ياد ساتلې شي۔

مضمون کا ماخذ : estatisticas para ganhar na loteria
متعلقہ مضامین
مزید خبریں