امتيازي سلوك، مذهب او په عقيدت آډانه د تشدد پېښې زياتېږي

image
APP69-25 NEW YORK: September 25 - Prime Minister Imran Khan and President of Turkey H.E. Recep Tayyip Erdogan participating in the High Level Roundtable discussion on "Countering Hate Speech", at UN Headquarters. APP

نيويارك 25 ستمبر (اے پي پي) وزيراعظم عمران خان د كركې خپرونكو وېناګانو او د اسلام فوبيا په ضد په كوټلې اقداماتو زور رواړولو سره وئيلې دي د دې ډول پېښو مخنيوي لپاره به د اسبابو حل لټول وي۔ د دې خيالاتو څرګندونه ده د شورو په ورځ د پاكستان او تركيې په مشرۍ كښې د كركې خپرونكې بيانيې مخنيوي په اړه كفنرنس ته خپلې وېنا كښې وكړه۔ د وزيراعظم دفتر ميديا ونګ لخوا د جاري شوي بيان له مخې وزيراعظم ووئيل امتيازي سلوك، مذهب او په عقيدت آډانه د تشدد پېښې زياتېږي٬ مذهب ترهګرۍ سره هېڅ تعلق نه لري۔ ده ووئيل نړۍ له د اسلام په اړه د مسلمانانو د حساسيت او د حضرت محمدۖ په تعليماتو پوهه پكار ده٬ د هرې يوې طبقې محرومي شدت خوښي پېدا كوي۔ ده ووئيل د ګردې نړۍ د كميونټيز ترمېنځه عظيم تفاهم او زغم ته ودې وركولو ته اړتيا ده ۔ وزيراعظم عمران خان ووئيل د نائن الېون نه پس ترهګرۍ مسلمانانو سره تړلې شوې٬ د بده مرغه د لويديزو هېوادونو مشران ترهګري اسلام سره تړلې دغسې انتها خوښي او ځانمرګي بريدونه هم اسلام سره وتړلې شول۔ ده ووئيل د نائن الېون نه وړاندې 75 فيصده ځانمرګي بريدونه تامل ټائيګر كول څوك چې هندوان وٶ٬ چا هم د هندوانو مذهب ترهګرۍ سره نه دې تړلې۔ ده ووئيل وړاندې د جاپان عسكرو هم په دوېم جنګ عظيم كښې ځانمرګي بردونه كړي ۔ وزيراعظم ووئيل مسلمان په يو اسلام باور لري د كوم تعليمات چې حضورۖ وركړې ۔ ده ووئيل د نيوزي لېنډ په جومات كښې مسلمانان قتل كړې شول خو د ھغې مذهب سره تعلق جوړ نه كړې شو ۔ ده ووئيل هند كښې نسل پسند، انتهاء پسند په اقتدار كښې راغلي۔ ده ووئيل د لويديز اولس دا علم نه لري چې مسلمانان پيغمبر اسلام حضرت محمدۖ سره څومره عقيدت لري۔ ده ووئيل د مسلمانانو قيادت په لويديزه ټولنه نه ده واضحه كړې چې د حضورۖ سپكاوې مونږ ته څومره دړد رسوي٬ د رسول پاكۖ په شان كښې ګستاخۍ سره د هر مسلمان زړه ژوبل كېږي۔ ده ووئيل لويديز كښې په هولوكاسټ خبره نه كېږي ځكه چې دې سره د يهوديانو زړه آزارېږي٬ زمونږ د پيغمبرۖ په شان كښې ګستاخۍ سره د مسلمانانو زړونو ته سخت دړد رسيږي ۔ په دې موقع د تركيې اولس مشر رجب طيب اردوان د رائيو د اظهار په آزادۍ او په مذهبي آزادۍ كښې د موجوده حقونو ترمېنځه په توازن زور رواړو۔ ده ووئيل ګرده نړۍ كښې مسلمانان د كركې خپرونكو وېناګانو څخه زيات ځپلې شوي، نفرت انګيز تقريرونه د انسانيت په ضد د سختو جرائمو له امله جوړېږي۔ ده ووئيل هند كښې په مسلمانانو د غوښې په خوراك سرعام تشدد كېږي۔ ده ووئيل مقبوضه كشمير هند په لوي زندان بدل كړې٬ مونږ په مقبوضه كشمير كښې د قتل عام اندېښنه لرو۔ په دې موقع پاكستان كښې د زلزله ځپليو سيمو كښې په قېمتي ځاني زيان د افسوس څرګندونه هم اوشوه۔

مضمون کا ماخذ : لاٹری کا ٹکٹ کیسے خریدیں
متعلقہ مضامین
مزید خبریں