د سرمايه كارې بورډ چيئرمېن زبېر ګېلاني اے پي پي سره خبرې

image

اسلام آباد 29 ستمبر (اے پي پي) د سرمايه كارې بورډ چيئرمېن زبېر ګېلاني وئيلي دي چې حكومت د شمالي سيمو د سېلګرې په ځايونو غېر ملكي سرمايه كار راغب كولو لپاره پلان تيار كړے٬ په دې څانګه كښې په غېر ملكي سرمايه كارې زړه راښكونكي د ټېكس مراعات وركولې شي۔ اے پي پي سره په خبرو كښې ده ووئيل چې حكومت د سېلګرې څانګې ته خاص پام كوي او په دې څانګه كښې د غېر ملكي سرمايه كارې توقع ده۔ ده ووئيل چې سېلګرو ته د نړيوال معيار له مخې اسانيې وركولو لپاره اقدامات كولې شي چې دغسې ځايي آبادې لپاره د روزګار موقعې هم پېدا شي۔ ده ووئيل چې د نړۍ د بېلا بېلو هېوادونو سرمايه كارو په دې څانګه كښې ژوره دلچسپي ښودلې۔

مضمون کا ماخذ : لوٹیریا کا نتیجہ
متعلقہ مضامین
مزید خبریں