د خارجه دفتر وياندې د پاکستان په حواله د اسرائيلي ميډيا بې بنسټه رپورټس مسترد كړل

image

اسلام آباد 09 اګست (اے پي پي) د خارجه دفتر وياندې ممتاز زهره بلوچ په اسرائيلي ميډيا شائع شوي ھغه رپورټس رد كولو سره دغه بې بنسټه ګرځولي چې پكښې د پاكستان لَخوا د ايران مرستې لپاره په ممكنه توګه د اتومي وسلې لېږلو د عزم تور لګولے شوے۔ د خارجه دفتر وياندې د جمعې په ورځ د خپل اوونيز پرېس بريفنګ په مهال د يوې پوښتنې په ځواب د يروشلم پوسټ د 6 اګست ھغه رپورټ مسترد کړو چې پكښې تور لګولے شوے چې كه د ايران او اسرائيل ترمېنځه شخړه زياته شوه نو پاکستان ايران له د شاهين تھري بيلسټک ميزائل وركولو اراده لري۔ وياندې ووئيل دا سې خبرونه بيخي ناسمه دي ۔ دې ووئيل دا ډول رپورټس ته د پام كولو نه وړاندې دا ضروري ده جې د دغې بې بنسټه رپورټس په شا ماخذ او په شا موجوده په بدنيتۍ آډانه اېجنډا غور وكړے شي۔ وياندې ووئيل دا په مېنځني ختيز كښې يو نازك وخت دے، دې لپاره مونږ د ميډيا پشمول ټولو ډلو ته خواست كوٶ چې ھغوي په جعلي خبرونو خپرولو كښې نه ملوث كېږي۔

مضمون کا ماخذ : خوش قسمتی کا رش
متعلقہ مضامین
مزید خبریں