د ترهګرۍ خاتمې لپاره به ټولو له په ګډه خپل كردار لوبول وي۔ شيزه فاطمه خواجه

image

لاهور 06 ستمبر (اے پي پي) انفارميشن ټيکنالوجي او ټيلي کميونيکيشن وزيرمملکت شيزه فاطمه خواجه وئيلي دې د ترهګرۍ خاتمې لپاره به ټولو له په ګډه خپل كردار لوبول وي، د پوځ په ضد د كمپائن چلوونكو به مقابله كول وي٬ مونږ له به يو موټې كېدو سره د پوځ ملګرتيا كول وي٬ د شهيدانو د قربانيو په سبب نن مونږ خپلو كورنو كښې محفوظ ژوند كوٶ۔ دې دا خبره د جمعې په ورځ والټن كښې د کيپټن محمد علي قرېشي شهيد د استوګنې دورې په مهال د شهيد كورنۍ سره د غمرازۍ نه وروستو ميډيا سره كړې۔ شيزه فاطمه د کيپټن محمد علي قريشي خدمات او مړانې ته پېرزوئنې وړاندې كولو سره ووئيل په دې سخت وخت كښې زمونږ ټولې همدردۍ د شهيدانو كورنيو سره دي ٬ د شهيد د كورنۍ د حب الوطنۍ جذبه او ايثار د ستائنې وړ ده٬ قام به د شهيدانو او د دوي د كورنيو قربانۍ تل يادې ساتي۔ دې ووئيل د ترهګرۍ په ضد جنګ كښې شهيدان شوي زمونږ اتلان دي٬ د ترهګرۍ لعنت تر خاتمې به په قلاره نه كېښنو۔ دې ووېيل فېك نيوز دا مهال لوي چېلنج دے او د دې مخنيوي لپاره عملي اقدامات كوٶ، د سوشل ميډيا غلط استعمال لاره نيولو لپاره به هر اقدام كوٶ۔ د دې نه وړاندې وزير مملکت د شهيد کيپټن محمد علي قريشي لوړو درجو لپاره فاتحه خواني كولو سره غمژنې كورنۍ سره د يووالي څرګندونه وكړه۔

مضمون کا ماخذ : لاٹری جیتنے کی ترکیبیں
متعلقہ مضامین
مزید خبریں