د صدر مملكت آصف علي زرداري ميجر عزيز بھټي شهيد (نشان حيدر) ته د عقيدت پيرزوينې

image

اسلام آباد۔12ستمبر(اے پی پی) صدر مملكت آصف علي زرداري ميجر عزيز بھټي شهيد (نشان حيدر) ته د هغه د شهادت ورځې په موقعه د عقيدت پېرزوينې وړاندې كړې دي۔ د زيارت په ورځ د ايوان صدر پرېس ونګ لخوا د جاري شوي بيان له مخې په دې موقعه صدر مملكت په خپل پېغام كښې ووئيل ټول قام د مېجر عزيز بھټي ځانګړې قربانۍ او مړانې ته سلام كوي۔ ده ووئيل مېجر عزیز بھټی د كال 1965 پاك هند جنګ كښې مړانې سره د خپل هېواد د دفاع ذمه واري ترسره كړه۔ د مورني وطن حفاظت لپاره د خپل ژوند په قرباني كولو ټول قام خپل اتل ته د عقيدت پېرزوينې وړاندې كوي۔ صدر مملکت ووئيل د مېجر عزيز بھټي ځانګړې قرباني زمونږ لپاره د لارې مشال دے۔ مونږ د خپل لوظ پخلے كوؤ چې خپل وطن لپاره به هرې ممكنه قربانۍ وركولو ته چمتو پاتې كيږؤ۔ صدر مملكت مېجر عزيز بھټي شهيد لپاره د لوړو درجو دعا هم وكړه۔

مضمون کا ماخذ : لوٹیریا کا نتیجہ
متعلقہ مضامین
مزید خبریں