اسلام آباد 24 ستمبر (اے پي پي) پاكستان او روس هند د ترهه ګرۍ مخ نيوي او سيمه ايزو رابطو ته ودې وركولو په پارليماني فورم كښې په نه شاملولو اتفاق كړے دے۔دا پريكړه د قامي اسمبلۍ سپيكر اسد قيصر او د روسيې پارليمنټ اسټېټ ډوما چيئرمېن ترمينځه نور سلطان قازقستان كښې څلورم يورو اېشين كنفرنس په موقع شوي ملاقات كښې كړی۔دا پريكړه پھ مقبوضه كشمير كښې د بشري حقونو خراب صورتحال او د هند لخوا د دې مسئلې حل لپاره د غېر سنجيده رويې په تناظر كښې شوی۔سپيكر اسد قيصر د روسيې خپل هم څنګ په مقبوضه كشمير كښې د تېرو 52 ورځو څخه روانې كرفيو نفاذ څخه د پیدا شوي صورتحال څخه خبر كړے۔ده ووئيل د كرفيو نفاذ په سوب په مقبوضه وادي كښې د داروګانو او خوراك سخت كمے دے او د سيمې اوسېدونكي د هند ځواكونو په كورونو كښې محصور كړي۔د روسيې اسټېټ ډوما چيئرمېن د مقبوضه كشمير په صورتحال د تشويش څرګندونه كولو سره وئېلي دي دا صورتحال نور روان ساتلو له امله يو انساني الميه رامخې ته كېدونكې ده٬د دې څخه وروستو د تركيې ګرينډ نېشنل اسمبلۍ سپيكر مطصفٰی سينټوپ هم د قامي اسمبلۍ سپيكر اسد قيصر سره ملاقات وكړو۔د تركيې سپيكر د كشميري اولس حق خود اراديت لپاره تركيې لخوا د هر ډول ملاتړ باور وركړی۔ده په مقبوضه كشمير كښې د بشري حقونو په سنګينو خلاف ورزو د سخت تشويش څرګندونه كړی او د دې خلاف ورزو يې په سمدستي توګه د مخ نيوي غوښتنه كړی۔د تركيې سپيكر ووئيل د تركيې حكومت او پارليمان د پاكستان او هند ترمينځه د تاؤ تريخوالي خاتمې لپاره د هر ډول مرستې لپاره چمتو دے۔ده ووئيل د دې جذبې له مخې د تركيې اولس مشر د اګست پھ پنځمه نېټھ د هند لخوا د شوې يو اړخيزه پريكړې نه وروستو د پاكستان وزيراعظم سره پھ ټېليفوني تماس د هر ډول مرستې باور وركړی۔ د قامي اسمبلۍ سپيكر د مقبوضه وادي صورتحال څخه خبرولو كښې د كشميري اولس اخلاقي مرستې او ډاډګيرنې لپاره د تركيې په پارليمان كښې د كشمير پھ ملاتړ كښې د يو قرارداد وړاندې كولو په ضرورت زور راوړو۔د تركيې سپيكر باور وركړو چې خپل پارليمان سره سره نورو سيمه ايزو او نړيوالو پارليمانونو كښې هم د دې مسئلې رامخې ته كولو لپاره به هر ډول هڅه كوم۔دواړو لارښودو په دوه اړخيزه چارو د خيالاتو څرګندونې سره او د شريك پرمختګ لپاره حكمت عملۍ وضعه كولو لپاره د شريك پارليمانې كمېشن جوړولو ته هم اتفاق وكړو۔د دې څخه وروستو د قامي اسمبلۍ سپيكر اسد قيصر د سعودي عرب مجلس شوریٰ چيئرمېن ډاكټر عبدالله بن محمد الشېخ سره هم ملاقات وكړو۔دا ملاقات د سعودي مجلس شوریٰ په بلنه شوې۔د سعودي عرب مجلس شوریٰ چيئرمېن په كنفرنس كښې د مصروفياتو باوجود په وخت وركولو د سپيكر مننه وكړه۔د قامي اسمبلۍ سپيكر سعودي عرب د پاكستان دوهم كور وګرځولو۔ده ووئيل د سعودي ولي عهد محمد بن سلمان پاكستان دورې سره د دواړو هېوادونو ترمينځه اړيكو ته وده ترلاسه شوې۔هغه د مقبوضه كشمير صورتحال ذكر كولو سره ووئېل هندي بربريت په مقبوضه وادي كښې په كشميري اولس زمكه تنګه كړی٬د سعودي مجلس شوریٰ سپيكر په مقبوضه كشمير كښې د بشري حقونو په سنګينو خلاف ورزو د تشويش څرګندونه كړی۔ده د هندي جارحيت مخ نيوي لپاره اجتماجي روډ مېپ وضع كولو تجويز وركولو سره وئېلي دي پاكستان دې په سمدستي توګه په حكومتي يا پارليماني كچه د كشمير په اړه كنفرنس