د پاكستان معيشت په سم پلو روان دے٬ معيشت ته دستاوېزي شكل وركولو سره پاكستان د نړۍ په 20 لويو معاشي طاقتونو كښې شامېلېدې شي۔ په پاكستان كښې د اټاليا سفير سټيفانو پونټېكروو

image

اسلام آباد 02 نومبر (اے پي پي) په پاكستان كښې د اټاليا سفير سټيفانو پونټېكروو وئيلي دي چې د پاكستان معيشت په سم پلو روان دے٬ معيشت ته دستاوېزي شكل وركولو سره پاكستان د نړۍ په 20 لويو معاشي طاقتونو كښې شامېلېدې شي۔ د اټاليا سفير وئيلي دي چې د پاكستاني معيشت حجم د 300 اربه ډالرو نه زيات دے خو معيشت 80 فيصده غېر دستاوېزي دے۔ ده ووئيل چې د معيشت دستاوېزي كېدو لپاره د حكومت د اوسنيو اقدماتو په نتيجه كښې په دې وخت كښې په جي ډي پي كښې كمې كېدے شي خو دې اقداماتو سره به د اقتصادي خوشحالې لار هواره شي۔ ده ووئيل چې اقتصادي پرمختګ لپاره د اوسنيو اقداماتو په نتيجه كښې پاكستان د نړيوالو اقتصادي چارو مركز جوړ شي۔

مضمون کا ماخذ : گرم گرم
متعلقہ مضامین
مزید خبریں