اسلام آباد 13 نومبر (اے پي پي) اولس مشر ډاكټر عارف علوي وئيلي دي انسانيت يو شمېر چېلنجونو سره مخ دے٬ ځينې قامونه بيا هم د خپلې ګټې فكر لري٬ زياتره كثير القامي كمپنې د هېوادونو نه زياتې طاقتورې شوې٬ د نړۍ قامونه دې د خپلې ګټې په ځائ د انسانيت ګټې له پرېكړې وكړي۔ ده دا خبرې د شورو په ورځ په منطقه كښې د امن او سلامتيا په اړه سېمينار ته د وېنا كولو په مهال وكړې۔ اولس مشر ووئيل ښه ګاونډيان يو نعمت وي او د امن او سلامتيا انحصار په ښو اړيكو وي۔ د ماشومانو په ذهن كښې د امن او محبت وده ضروري ده٬ كه ماشومان د كركې او تعصب نه په پاك ماحول كښې لوي شي نو په دوي كښې به د امن٬ دوستې او محبت جذبه پېدا شي۔ ده ووئيل پاكستان د افغانستان د 35 لكه كډوالو كوربتوب كړے او داسې نن د سوريې هم د 35 لكو نه زيات خلق ګډوال شوي۔ ده ووئيل د نړۍ قامونه دې د خپلو ګټو په ځائ د انسانيت ګټې له پرېكړې وكړي۔ انساني نسل يو شمېر ستونزو سره مخ دے خو ځينې قامونه بيا هم د خپلې ګټې فكر لري۔ده ووئېل كثير القامي كمپنې د هېوادونو نه زياتې طاقتورې شوې او هغه ځينې معاملې هائي جېك كوي هم۔ اولس مشر ووئيل مونږ د ګلوبل وارمنګ غوندې ستونزې سره هم مخ يو٬ دې ته هم د پام كولو ضرورت دے۔ ده ووئيل د ليګ آف نېشنز نه پس مونږ اوكتل چې ملګري ملتونه جوړ شول۔ په نړۍ كښې ځينې قامونه چې د خپلو ګټو لپاره څه كوي٬ په دې د غور كولو ضرورت دے۔ ده ووئېل په وړومبي او دوهم لوي جنګ كښې ډېره تباهي شوې٬ په ناګاساكي او هېروشيما كښې د اټومي بم كارولې شوي ۔ په پرمختلليو او غريبو هېوادونو كښې د ژوند جلا جلا اقدار شته او ضرورت د دې خبرې دے چې هغه د خپلې ګټې په ځائ انسانيت ته پام وكړي۔ ده ووئيل د كشمير په مسئله د ملګرو ملتونو يو شمېر قراردادونه موجود دي۔ پاكستان د ترهګرې په ضد ډېرې قربانې وركړې او مونږ كاميابې سره په ترهګرې قابو موندلې او د دې په ختمولو كښې 30 كاله موده صرف شوې۔ اولس مشر ووئيل په باكو كښې ئې د بنګله دېش وزيراعظمې سره په ملاقات كښې د روهنګيا مسلمانانو په معامله خبرې كړې وې۔ اولس مشر په خپله وېنا كښې په كال 1961م كښې په اتم ټولګي كښې ليكلې خپل يو مضمون ولوستلو۔ دا مضمون د ښه ګاونډيتوب په موضوع ليكل شوے ؤ ۔په دې موقع خارجه دفتر وياند ډاكټر فيصل د جمو او كشمير خپلواكۍ په اړه د هند په غېر قانوني اقداماتو اندېښنه وښودله او نړيوالې ورورولۍ ته يې ووئيل چې هغه په مقبوضه كشمير كښې د هندي ظلم او جبر نوټس واخلي۔سېمينار ته د سنټر فار سټراټېجك اينډ انټرنېشنل سټډي نائب صدر ډينل اېف روندي او ډاكټر ماريه سلطان هم وېنا وكړه۔