پاكستان هند او هند پاكستان له د جوهري تنصيبات فهرست وركړو

image

اسلام آباد ۔ 01 جنوری (اے پی پی) پاکستان او هند يو بل له په جوهري تنصيباتو د بريد نه كولو لوظنامې ترسېوري لاندې د جوهري تنصيباتو فهرست په باضابطه توګه وركړې۔ د خارجه دفتر لخوا د يو بيان له مخې پاكستان په جوهری تنصیباتو د بريد نه كولو لوظنامې شق 2 ترسېوري لاندې د شورؤ په ورځ سحر د پاكستان معياري وخت ترمخه 10 نيمې بجې د پاكستان جوهري تنصيباتو فهرست خارجه وزارت كښې په باضابطه توګه د هندي هائي كمېشن نمائنده ته وسپارلو۔ د دواړو هېوادونو ترمينځھ په جوهري تنصيباتو د بريد نه كولو لوظنامه د كال 1988ﺀ دسمبر مياشتې په 31 مه نېټه لاس ليك شوې وه۔ دغسې د هند خارجه چارو وزارت په نوي ډيلي كښې د هندي جوهري تنصيباتو فهرست د هند معياري وخت له مخې 11 بجې د پاكستان هائي كمېشن نمائنده ته وسپارلو۔ د لوظنامې شق دے چې دواړه هېوادونه به هر كال د جنورۍ په اولنۍ نېټه يو بل د خپلو جوهري تنصيباتو څخه خبروي۔ دا لړۍ د كال 1992ﺀ جنورۍ مياشتې اولنۍ نېټې څخه دوام لري

مضمون کا ماخذ : پاکستان کی لاٹری کی تاریخ
متعلقہ مضامین
مزید خبریں