اسلام آباد 30 نومبر(اے پي پي)صدر ډاكټر عارف علوي د مېرمنو پرمختګ٬حقونو او د هدوي مالي شموليت لپاره د بشپړه اقداماتو په حاجت زور راوړولو سره وئېلي دي مېرمنې په معاشي توګه قوي كولو لپاره به دووي له په كاروبار كښې يو ډول موقعې وركول وي٬په هېواد كښې د وړوكې او مينځنۍ درجې صنعتونو(اېس اېم ايز)ته د ودې وركولو پراخه امكانات شته۔د دې خيالاتو څرګندونه ده د زيارت په ورځ په ايوان صدر كښې د اسلام آباد چيمبر آف سمال ټريډرز اينډ سمال انډسټريز دستورې ته وينا كښې وكړه۔په دستوره كښې د سفارتكارو٬چيمبرز عهديدارو پشمول سوداګرو او د ژوند بېلو څانګو سره تعلق لرونكو مهم شخصياتو ګډون وكړو۔صدر مملكت په سوداګرو زور راوړو چې د قانون پاسداري او د اخلاقيات خاص خيال اوساتي۔ده ووئيل وړوكې او د مينځنۍ درجې صنعتونو ته پرمختګ وركولو سره د هېواد معيشت ښه كېدے شي٬د هېواد 70 فيصده معيشت د وړوكې او مينځنۍ درجې كاروبار سره تعلق لري٬ ده ووئېل د اېس اېم ايز پرمختګ سره به هېواد په معاشي توګه قوي شي او دې سره به د هېواد معيشت ښه كېدو له مرسته تر لاسه شي۔صدر مملكت ووئيل مونږ صلاحيت لرونكے افرادي قوت لرو٬بايد پاكستان د خپلو ځوانانو څخه ګټه پورته كولو له دوي له تعليم او هنر وركړي ۔ده ووئيل 2 كروړه 80 لكه څخه زيات ماشومان سكولونو ته نه ځي ٬ د كومو تعليم وركولو ته چې اړتيا ده۔صدر مملكت ووئيل د پاكستان معيشت ښه والي له د مېرمنو كردار لويې اهميت لري٬بايد د هېواد معيشت مخ په وړاندې بوتللو كښې مېرمنې كردار ترسره كړي۔د دې څخه وړاندې صدر مملكت د تجارت په بېلو څانګو كښې په زړه پورې كاركردګي ښودونكو مختلف كاروباري شخصيات له شيلډز وركړل۔