سلام آباد 12 اګست (اے پي پي) وزيراعظم محمد شهباز شريف وئيلي دي ځوانانو ته وسائل وركولو سره د هېواد د پرمختګ او خوشحالۍ خوب به تعبير ومومي٬ 10 لكه زده كوٶنكو له به ټېبلټس او سمارټ فونز وركوو٬ د هواوے په مرسته به درې لكه ځوانانو له د آئي ټي تربيه وركولې شي٬ يو زر زرعي ګرېجوېټس به په سكالرشپ چين ته لېږلے شي٬ د پاکستان د اقتصادي بحالۍ او پرمختګ او خوشحالۍ منصوبې به زر اعلان كړم۔ د دې خيالاتو څرګندونه ده د ګل په ورځ د ځوانانو نړيوالې ورځ په موقع د پرائم منسټر يوتھ پروګرام ترسېوري لاندې دستورې ته خپلې وېنا كښې وكړه ۔ په دې موقع وزيراعظم د دولت مشترکه اېشيا يوتھ الائنس سيکرټريټ، ډيجيټل لرننګ پورټل، ګرين يوتھ موومنټ، اے آئي فار يوتھ او د قامي رضاکار کور د اجراء هم پرانسته وكړه۔ دستورې ته خپلې وېنا كښې وزيراعظم محمد شهباز شريف ووئيل نن مونږ د ځوانانو نړيواله ورځ لمانځو٬ د آزادۍ ورځ هم راروانه ده٬ لوي څښتن د اولس د خدمت موقع راكړې ٬ د خپل مشر نواز شريف په مشرۍ كښې مې د اولس خدمت كړے ٬ په ماضي كښې مې د پنجاب د ځوانانو خدمت كړے او اوس به د ټول پاكستان د ځوانانو خدمت د خادم په توګه كوم۔ ده ووئيل ځوانان د هېواد تقدير بدلولې شي٬ دې ځوانانو ته به د حاضر وخت تقاضو له مخې جديد تعليم وركولې شي٬ مصنوعي زېركتيا په نړۍ كښې د جديد تعليم وسله ده٬ چين د نړۍ لوي پرمختللے هېواد دے٬ هغوي د جديد علوم د لارې په هېواد كښې انقلاب راوستلے٬ كه مونږ په دې اړه جوانانو ته وسائل وركړو نو په هېواد كښې به ځوانان د خوشحالۍ داسې انقلاب راولي چې ورسره به د آزادۍ ورځې تقاضې ترسره شي٬زمونږ مشرانو پاكستان لپاره عظيمې قربانۍ وركړې، قائداعظم محمد علي جناح په عظيم ليډرشپ كښې دا خوب رښتيا شوے او اوس ځوانانو له د دې تكميل كول دي، ځوانانو ته به هر ډول ممكنه وسائل وركوٶ۔ وزيراعظم ووئيل دانش سکولونو كښې د پسمانده سيمو كوچنيانو زده كړه كړې٬ پاكستان د وسائلو كمے نه لري٬ په 77 كالو كښې د قرض غرونه جوړ كړے شوي٬ د امير او غريب په وژند كښې ډېر فرق دے۔ ده ووئيل مونږ له به د خپلې كلكې اردارې او محنت د لارې مخ په وړاندې تلل وي۔ ده ووئېل ځوانان د وسائلو ترلاسه كولو سره دا هېواد عظيم جوړولې شي۔ ده ووئيل د اعليٰ کارکردګۍ څرګندونه كوٶنكي لس لكه زده كوونكو ته په به مېرت او په سپېځلي ډول وړيا سمارټ فونز وركولې شي او د دې نه علاوه به لېپ ټاپس هم وركولې شي، صوبې هم ځوانانو لپاره پروګرامونه چلوي۔ ده ووئيل د هواوے په مرسته به درې لكه ځوانانو له د آئي ټي تربيه وركولې شي٬ يو زر زرعي ګرېجوېټس به په سكالرشپ چين ته لېږلے شي، د اېس اېم ايز د لارې به ځوانانو ته د روزګار موقعې وركولې شي، په آسانو شرطونو به قرضې وركولې شي٬ ده ووېيل مونږ له به د ماضي نه زده كړه كولو سره مخ په وړاندې تلل وي او د هېواد تقدير بدلول دي، زمونږ خواري به عبث نه ځي۔ ده ووئيل د قامي لوبې هاكۍ بحالي زمونږ وړومبۍ ترجيح ده٬ ارشد نديم د پاكستان نامه هسكه كړې ده، 40 كاله پس پاكستان ګولډ ميډل ګټلے٬ مايوسي شاته خو د رڼاګانو پلو تلل دي، شپه او ورځ محنت كولو سره به پاكستان عظيم جوړوٶ۔ د دستورې په مهال وزيراعظم محمد شهباز شريف آن لائن رجسټريشن كولو سره د قامي رضا كار كور ممبر جوړ شو٬ وزيراعظم د قامي رضاکار کور بېچ هم ولګولو۔ په دې موقع وزيراعظم د قامي رضاکار کور لپاره د لوګو ډايزئن کونكې اقصيٰ د كاركردګۍ هم ستائنه وكړه٬ وزيراعظم د غوره صلاحيتونو په مظاهره كولو ځوانونانو ته يوتھ ايوارډز هم وركړل۔ په دې موقع د قامي هاکۍ لوبډلې کپتان شکيل بټ او دانش سکول څخه زده كړه ترلاسه كوٶنكو زده كوونكو د وزيراعظم د وژن ستائنه وكړه۔