خارجه وزير شاه محمود قرېشي د بنګله دېشن خپل همڅنګ سره ټېلي فوني تماس

image
APP48-19 MULTAN: February 19 - Foreign Minister Makhdoom Shah Mehmood Qureshi talking to media persons at Circuit House. APP photo by Qasim Ghauri

اسلام آباد 03 ستمبر (اے پي پي) خارجه وزير شاه محمود قرېشي د نهې په ورځ د بنګله دېشن خپل همڅنګ عبدالكالم عبدالمومن سره ټېلي فوني تماس نيولې دے۔ خارجه دفتر وياند له مخې د خبرو اترو په مهال مقبوضه جمو و كشمير او منطقه كښې د امن او امان په ناوړه وضع خبرې اترې شوې۔ شاه محمود قرېشي د بنګله دېشن خپل همڅنګ په مقبوضه کشمير كښې د هند د يو اړخيزه اقداماتو نه خبرولو كښې ووئيل هند مقبوضه جمو و كشمير كښې د خپلو يو اړخيزه او غېر قانوني اقداماتو په سوب د ټولې منطقې امن په داٶ لګول غواري٬ سيمه كښې د بې ګناه كشميريانو په ضد د تېرو څلور اوونيو د پرله پسې كرفيو له امله ماركيټونه او كاروبار بند دي چې په سوب ئې خوراك او داروګانو ته رسنه ممكن پاتې نه ده۔ ده ووئيل د نړيوالې ميډيا او د بشري حقونو نړيوال تنظيمونو لخوا رامخې ته شوې راپورونو نه ډېر اندېښمند دي ٬ هند په سيمه كښې د مواصلات په ذريعو بندېز لګولې دغسې چې حقائق د نړۍ نه پټ اوساتلې شي۔ د بنګله دېش خارجه وزير په المناك صورتحال د تشويش څرګندونې سره د معاملو په سوله ايز ډول د هوارولو په حاجت زور رواړو۔ دواړو خارجه وزيرانو په دې لړ كښې د مشاورت په روانه ساتلو اتفاق

مضمون کا ماخذ : لاٹری جیتنے کے نمبر
متعلقہ مضامین
مزید خبریں