وفاقي كابينې وزيراعظم عمران خان له عمومي اسمبلۍ كښې د كشميريانو مقدمه په ښه ډول وړاندې كولو او د هندي حكومت د اړخه غېر قانوني او ظالمانه اقدامات په ډاګه كولو مباركي وركړه

image
APP63-01 ISLAMABAD: October 01 – Special Assistant to the Prime Minister for Information and Broadcasting, Dr. Firdous Ashiq Awan briefing the media persons about the decisions taken in the Federal Cabinet meeting. APP photo by Irshad Sheikh

اسلام آباد 01 اکتوبر (اے پي پي) وفاقي كابينې وزيراعظم عمران خان له د ملګرو ملتونو عمومي اسمبلۍ غونډه كښې د كشميريانو مقدمه په ښه ډول وړاندې كولو او د هند حكومت د اړخه غېر قانوني او ظالمانه اقدامات په ډاګه كولو مباركي وركړې ده ٬وفاقي كابينې د ګوادر بندر ځاې د ټېكسېشن څخه مستثنٰی كولو٬اي كامرس پالېسي او هلال فوډ اتهارټي جوړولو لپاره د وزارتونو ترمينځه د كمېتۍ جوړولو منظوري هم وركړې ٬دغسې نېكټا د كورنيو چارو وزارت ماتحت كولو په لړ كښې د رولز آف بزنس د بدللو منظوري او د اي كامرس پالېسۍ پھ فريم ورك تفصيلي بريفنګ وركړی شو او د هغې منظوري هم وركړی شوه٬ كابينې د ډينګي رنځ په خپرېدو٬په مصنوعي توګه د وړو بيعې زياتولو په ګيله د تشويش څرګندونه هم وكړه۔د نهې په ورځ د وزيراعظم عمران خان په مشرۍ كښې د وفاقي كابينې غونډې نه پس د وزيراعظم د اطلاعات او خپرونو خاص مرستيالې ډاكټر فردوس عاشق اعوان مېډيا ته بريفنګ په مهال ووئيل د كابينې د غونډې پیل كېدو نه وړاندې وزيراعظم عمران خان د امريكې خپلې دورې او د عمومي اسمبلۍ غونډې په مهال د بېلو هېوادونو مشرانو سره د ملاقاتونو په اړھ كابينه خبر كړه ٬ دغسې خارجه وزير 50 ملاقاتونه كړي د كومې چې ون پوائنټ ايجنډا وه چې مقبوضه جمو كشمير كښې د هند بيانيې ته ماتې وركړی شي او د هند ناوړه مخ نړۍ ته په ډاګه كړی شي او د ملګرو ملتونو قراردادونو له مخې دې مظلومو كشميريانو له د هغوي حق وركړی شي٬وزيراعظم ووئيل د بېلو مشرانو سره په ملاقاتونو كښې اصل صورتحال وړاندې كولو سره د هغوي ذهنونونو بدلولو كښې بريالي شوي وو۔وزيراعظم كابينه خبر كړه چې د اسلام اصل روح٬تعليمات او اسلامي تهذيب رامخې ته كولو او د اسلام په ضد منفي ډنډورو مقابلې كولو له د تركيې او ملائېشيا سره په ګده د يو چينل جوړولو پريكړه شوې ده ٬دې سره سره د تركيې د اړخه د سلطنت عثمانيه دور پھ اړه د جوړې ډرامې سيريل به هم په پاكستان كښې نشر كولې شي۔وزيراعظم ووئيل د اسلام په ضد په بهر نړۍ كښې د منفي ډنډورې مقابلې لپاره ضروري ده چې مونږ د اسلامي شخصياتو ژوند رامخې ته كړو٬په غونډه كښې د كابينې په پريكړو د عملدرآمد په حقله تفصيلي راپور وړاندې كړی شو۔كابينې ته ووئيل شول اوسنۍ غونډه د روان كال جنوري 2019 څخه 37مه غونډه ده او تراوسه 1143 پريكړې شوي چې پكښې پھ 1020 عملدرآمد شوې۔35 پريكړې د بېلو وجوهاتو په سوب د تحقيق ښكار دي كومې چې د 27 وزارتونو په حقله دي۔كابينې ته ووئيل شول په بهر هېوادونو كښې په پوهنتونونو كښې جوړ په 5 بېل چيئرز د نوموړو پروفيسرانو په ځاې كولو عمل روان دے دغسې چې د تعليم په څانګه كښې هغه مقلصد ترلاسه كول ممكن شي د كومو لپاره چې دغه چيئرز جوړ شوي وو۔د اطلاعات او خپرونو خاص مرستيالې د كابېنې غوندې ته ووئېل د مېډيا پوهنتون په جوړولو كار روان دې فزيبلټي سټدي لپاره قواعد او ضوابط مرتب كړی شوي۔په غونډه كښې كابينې ته د پاكستان سيټزن پورټل په كاركردګۍ بريفنګ وركولو سره ووئيل شول د ګيلو لرې كولو په اړه پاكستان سټيزن پورټل د هېواد تر ټولو نوموړی پليټ فارم جوړ شوې۔كابينې ته ووئيل شول په تېرو ورځو كښې په دبئي كښې په 4646 موبائل ايپليكشنز كښې د پاكستان سيټزن پورټل منتخب شوې او فروري 2019 كښې دې ته په نړيواله كچه د دوهم موثره ايپليكېشن اعزاز ترلاسه شوې۔په پاكستان سيټزن پورټل تراوسه 1.23 ملين ګيلې راغلي چې پكښې 1057334 ګيلې لرې كړې شوي ۔په دې كښې د وفاق په كچه 92 فيصده ګېلې لرې شوي ٬پنجاب كښې په 88 فيصده٬خېبرپښتونخوا كښې په 87 فيصده٬بلوچستان كښې به 79 فيصده دغسې په سندھ كښې د ګېلو لرې كولو شرح 40 فيصد وه۔كابينې ته ووئيل شول په راروانو دوو اونيو كښې به”ميرا بچه الرټ”پروګرام پېل كولې شي دغسې چې د بې دركه شوو ماشومانو لټون او هغوي خپل مور او پلار ته د ترلاسه كېدو مرسته باوري شي چا سره چې اينډ رائيډ فون نه وي د هغوي انټرنېټ ته رسنې لپاره اقدامات كېږي۔د سركاري محكمو ترمينځه شخړو هوارولو لپاره كار روان دے٬د سپيځلتيا ترلاسه كول باوري كولو له اوپن ګورنمنټ پورټل سټرټېجي ډاكومنټ بشپړولو له كار به په يو دوو مياشتو كښې ترسره شي۔پاكستان سيټزن پورټل نظام به اداره جارتي جوړولې شي دې سره سره دا هڅې كېږي چې زيات كسان د پاكستان سيټزن پورټل په اړه خبر شي او د نظام څخه استفاده وكړي۔ ډاګټر فردوس عاشق اعوان ووئېل د روغتيا لپاره د وزيراعظم خاص مرستيال كابينه د ډينګي صورتحال په اړه په تفصيلي توګه خبر كړه٬كابينې د ډينګي رنځ په خپرېدو د تشويش څرګندونې سره سپارښتنه وكړه چې په ډينګي قابو موندلو له دې هر ډول اقدامات وكړی شي او دې سره سره دې دا خبره باوري كړی شي چې په سباؤن كښې د ډينګي څخه بچ كېدو لپاره په وخت اقدامات وكړې شي۔كابينې د اقتصادي رابطه كمېټۍ په 18م ستمبر كال 2019 كښې د غونډې د پرېكړو توثيق وكړو٬ په دې پرېكړو كښې د وزيراعظم يوته بزنسل لون سكيم په لړ كښې سبسډي وركول٬ هېواد كښې د غنمو ترلاسه كېدو صورتحال او د پلاننګ ډوېلپمنټ اېنډ ريفارمز ډويژن لپاره د سپليمنټري ګرانټ وركول شامل دي ٬ كابينې په دې خبره د اطمينان څرګندونه وكړه چې هېواد كښې د غنمو صورتحال تسلي بخش دے او دا مهال هېواد كښې درې مېليونه ټنه اضافي غنم موجود دي۔ دې ووئيل كابينې په دې خبره د تشويش څرګندونه وكړه چې د حكومت لخوا د اوړو د بيعې نه زياتولو باوجود په مصنوعي توګه د اوړو بيعه كښې د زياتوالي ګېلې راغلي ٬ دې وجوهاتو ته كتنه پكار ده۔ وزيراعظم امر وكړٶ چې دا خبره باوري كړئ چې هېواد كښې د اوړو بيعه په هېڅ صورت زياته نه شي او په دې لړ كښې صوبو سره مشاورت لپاره دې ضروري اقدامات وكړې شي۔ وزیراعظم عمران خان امر وكړٶ چې د استعمال د څيزونو بيعې په اړه راپور په اوونيز بنيادونو وړاندې كړئ ۔ کابینې د نجكارۍ كمېټۍ لخوا د ستمبر 18مې نيټې كال 2019 د پرېكړو توثيق هم كړې۔ وزیراعظم ووئيل د ځينې عناصرو لخوا د روغتونونو د نجكارۍ په اړه بې بنسټه ډنډورې كېږي۔ ده ووئيل د حكومت لخوا د يو سركاري روغتون د نجكاري نه كېږي٬ د نجكارۍ برعكس سركاري روغتونون ته خپلواكي وركولې شي دغسې چې كاركردګي ښه شي او اولس ته د صحت غوره آسانۍ وركړې شي۔ دې ووئېل کابینه د پاكستان حلال اتهارتۍ جوړولو او تر اوسه د شوري پېشرفت نه خبرې كړې شوه ٬ کابینې په دې لړ كښې د بېن الوزارتی کمېټئ جورولو منظوري وركړه چې مشري ئې د سائنس او ټېكنالوجې وزير ته وسپارلې شوه خو د دې انتظامي ذمه واري د تجارت وزارت ته سپارلې شوې ۔ كابينې نېكټا د داخله وزارت ماتحت كولو په لړ كښې په رولز آف بزنس كښې د بدلون منظوري وركړې۔ کابینې ته د اي كامرس پاليسۍ په فرېم ورك تفصيلي بريفنګ وركړې شو او او منظوري هم وركړې شوه ۔ خاص مرستيالې ووئېل کابینې ته ووئيل شول د اي كامرس پاليسي جوړولو په مهال د بېلا بېلو هېوادونو تجربو څخه استفاده شوې۔ اي كامرس پاليسۍ په نهه اړخونو مشتمل ده٬ کابینې ته د اي كامرس پاليسۍ عملدرامد لپاره په لائحه عمل هم تفصيلي بريفنګ وركړې شو۔ کابینې ته ووئيل شول په تېرو دوو كالو كښې د اي كامرس په نتيجه كښې شوې سېل كښې تقریباً دوه چنده اضافې شوې ۔ کابینې ته ووئيل شول د اي كامرس په لړ كښې منټ ګېټ وے په تشكيلولو كار روان دے ۔ وزیراعظم ووئيل اي كامرس د معيشت پرمختګ ٬ استحكام او په خاص توګه ځوانانو ته د نوكرو وركولو موقعې وركولو لپاره ډېر د اهميت وړ دے۔ کابینې د سعودي پاك انډسټرئیل اېنډ ایګریکلچر انویسټمنټ کمپنۍ

مضمون کا ماخذ : جنگل وائلڈ