پوليو ختمول زمونږ وړومبۍ ترجيح ده۔ پاكستان به پوليو فري هېواد جوړوو۔ د اولس مشر ډاكټر عارف علوي د پوليو نړيوالې ورځې په مهال پېغام

image

اسلام آباد ۔ 24 اکتوبر (اے پی پی) اولس مشر ډاکټر عارف علوی وئيلي دي هېواد څخه پوليو ختمول زمونږ وړومبۍ ترجيح ده۔ مونږ به پاكستان پوليو فري هېواد جوړوو۔ ددې خيالاتو څرګندونه ده د پوليو نړيوالې ورځې په مهال د قام په نامه خپل پېغام كښې وكړه۔ اولس مشر ووئيل د پوليو نړيواله ورځ ددې موذي رنځ ختمولو د لوظ پخلي ورځ ده۔ پوليو ختمول زمونږ وړومبۍ ترجيح ده۔ پاكستان به پوليو فري هېواد جوړوو۔ ده ووئيل په دې لړ كښې نړيواله مرسته ډېره زياته مهمه ده او مونږ د نړيوالو همكارانو مننه كوو۔ اولس مشر زياته كړه چې مونږ له به اولس كښې د پوليو وېكسينېشن په اړه شعور پېدا كول وي۔

مضمون کا ماخذ : کمپیوٹر لاٹری کی پیشن گوئی
متعلقہ مضامین
مزید خبریں