د وزيراعظم عمران خان نسټ پوهنتون كښې خطاب

image

اسلام آباد 09 دسمبر (اے پی پی)و زيراعظم عمران خان وئېلي دي اوسنې حكومت سائنس او ټېكنالوجۍ ته په زړه پورې پام لرنه كوي٬په پوهنتونونو كښې به د سائنس او ټېكنالوجۍ پارك جوړولې شي٬پاكستان به په علمي معيشت بدلولې شي٬ځوانانو لپاره به د سائنس او ټېكنالوجۍ په مېدان كښې لا موقعې پېدا كولې شي٬چېلنج په ژوند كښې د وړاندې تللو لارې سموي٬د باچاهت نظام په سوب مسلمانان وروستو پاتې شول٬په ډيموكريسي كښې د كورني سياست ځاې نشته٬د مېرټ په بنياد خلك رامخې ته كېږي او د لارښود احتساب هم كېږي۔د دې خيالاتو څرګندونه ده د ګل په ورځ نسټ پوهنتتون كښې يوې دستورې ته خطاب كښې وكړه۔په دې مهال د پوځ سرلښكر جنرال قمر جاوېد باجوه٬د نسټ رېكټر جنرال نويد٬د سائنس او ټېكنالوجي وفاقي وزير فواد چوهدري هم موجود وو۔وزيراعظم ووئيل زه په وړومبي ځل نسټ ته راغلے يم او ماته دا معلومه نه وه چې دلته څومره په زره پورې كار كېږي۔ده پوهنتون كښې په غوره تعليمي ماحول او آسانۍ وركولو د انتظامې ستائنه وكړه۔ده ووئيل هر ښه كار د يو وژن له مخې پیل كېږي٬لوے څښتن انسان اشرف المحلوقات جوړ كړی او ده له يې بې پناه طاقت وركړی٬ده ووئيل د 60 په لسيزه كښې پاكستان د يو ښه وخت څخه تېرېدو٬قام هيله او ولوله او باور لرلو او مونږ په بېړه پرمختګ پلو روان يو٬بيا هغه وخت راغلو چې پھ قام كښې خود اعتمادي او خود انحصاري ختمه شوه هر كله چې كوم قام د داسې كېفيت سره مخ شي نو د نورو محتاج كېږي۔ده ووئيل كله چې زه په وړومبي ځل هند ته لاړم نو هلته زمونږ سره داسې رويه خپله كړی شوه لكه چې چرته مونږ د يو لويې هېواد نه تللې يو۔هنديان د احساس كم ترۍ سره مخ وو او مونږ باور لرلو۔ده ووئيل د دغې سوب دا وو چې په پاكستان كښې د مېرټ٬كلتور وو٬بيروكريسي د نړۍ غوره افسران لرل او د مېرټ په بنياد به خلك رامخې ته كېدل٬ادارې قوي وې او په هغه وخت كښې پاكستان لويې لويې پروژې پېل كړی وې خو چې كله د مېرټ نظام ناسمه شو نو پاكستان د خپل صلاحيت نه ډېر لاندې لاړو۔ده زده كونكو ته ووئيل چې تاسو د هېواد د ټولو نه په اعلٰی پوهنتون كښې زده كړې ترلاسه كوۍ او په دغه توګه ستاسو ذمه وارۍ هم لويې دي۔ده ووئيل له بده مرغه د تعليم او تعليمي معيار سره مونږ د لوستې په مېدان كښې ډېر وروستو پاتې شوي يو۔وزيراعظم په نسټ كښې د سائنس اينډ ټېكنالوجۍ د پارك جوړول ډېر لويې پیشرفت وګرځولو۔ده ووئيل په نورو پوهنتونونو كښې هم داسې د ټېكنالوجۍ پاركونه جوړول غواړي۔وزيراعظم ووئيل انسان چې كوم خوب ويني د هغې تعبير ممكن دې٬لوے څښتن انسان له بې پناه صلاحيتونه وركوي خو انسان هله كاميابي ترلاسه كوي چې كله د خپل ذات نه لويې سوچ كوي او د خپل ذات نه مخكښې تلونكې انسان لويې انسان وي۔ده زده كونكو ته نصيحت وكړو كه تاسو كاميابي او په ژوند كښې څه كول غواړۍ نو عمر له د خپل زړه واورۍ جنون يوازې په زړه كښې وي كه د صلاحيت او جنون مقابله وي نو جنون به ورله ماتې وركوي۔ده ووئيل د ماتې خوړلو نه مه يرېږۍ۔د پريوتو سره به په تاسو كښې لا نور طاقت راځي۔ده ووئيل نړۍ شتمند ياد نه ساتي بس هغه څوك ياد لري څوك چې پيسه په انسانيت خرڅ كوي۔بېل ګيټس يو لويې انسان دې ځكه چې هغه په خپل ځان د خپل ضرورت له مخې پيسۍ خرڅ كوي٬پاتې په انسانيت مصرف كوي۔ده ووئيل سرګينګارام په خپلو پيسو لاهور كښې روغتون جوړ كړې۔ده ووئيل د كاميابۍ راز خپلې ټولې كشتۍ سوځول او د خپل مقصد لپاره ودرېدل دي چې كله انسان عزم وكړي چې منزل ته رسېدل دي نو هغه كاميابېږي څوك چې په خپل وژن سودا كوي هغوي منزل د لاسه وركوي۔ده ووئيل بد وخت ناكامۍ او مايوسۍ انسان ته زده كړه ښائي او دا د هغه تربيه كوي او د ده نه د لا خوارۍ ااو چېلنج د مقابلې غوښتنه لري۔وزيراعظم ووئيل د حضور نبي كريم(ص) ژوند او سيرت د هر چا لپاره د لارې مشال دې٬چا چې هم د نبي كريم(ص)په پل ګام كېښودو هغه په نړۍ كښې كاميابي ترلاسه كړې۔د نبي پاك(ص)په لاره تللو سره مسلمانان تر 700 كالو د نړۍ عظيم قام وو ا ونن هم د نړۍ ځينې هېوادونه د مدينې رياست په تګلاره روان دي٬څوك چې هم دغه لاره خپله كړي كامياب به وي۔وزيراعظم ووئيل زمونږ په هېواد كښې د سياسي ګوندونو دننه كورنۍ سياست روان دې او په دغه بنياد خلك رامخې ته كېږي۔ده د سائنس او ټېكنالوجۍ لپاره په غوره خذماتو د نسټ پوهنتون ذمه وارو له مباركي او د هرې مرستې باور وركړو۔ده ووئيل زمونږ حكومت ډاكټر عطاﺀ الرحمان د نالج اكانومي د ټاسك فورس مشر جوړ كړې٬مونږ پاكستان په نالج اكانومي بدلول غواړو۔ده ووئيل د سختو حالاتو باوجود د سائنس او ټېكنالوجۍ څانګې ته خاص پام لرنه كوو۔تر څلورو كلونو به درته يادګيرنه كوم چې پخوانو واكدارانو پاكستان څھ رنګه پرېښودلې وو دغسې چې اولس زمونږ د دور د هغې سره موازينه وكړي۔ده ووئيل اوسنې حكومت سائنس او ټېكنالوجۍ ته پام لرنه كوي او د معاشي حالاتو ښه كېدو سره سره لوړو زده كړو د سباؤن ټېكنالوجۍ٬ډرون ټېكنالوجۍ او نورو ته به هم پام كوي٬ځوانانو لپاره به لا موقعې راپېدا كوي۔وزيراعظم تعليم ته په خاص پام لرنه د جنرال قمر جاوېد باجوه ته هم پېرزوينې وړاندې كړې

مضمون کا ماخذ : لوٹیریا کا اطلاق
متعلقہ مضامین
مزید خبریں