د بېن الصوبائي رابطو پارلماني سېكترې صائمه نديم پارلېمنټ څخه بهر ميډيا سره خبرې

image

اسلام آباد ۔ 01 جنوری (اے پی پی) د بېن الصوبائي رابطو پارلماني سېكترې صائمه نديم وئيلي دي د تحريك انصاف حکومت د اولس خېر ښېګړې له احساس پروګرام پېل كړې دې۔ ادارو كښې د اصلاحاتو د لارې پياوړتيا رامخې ته كولې شي۔ حکومت د هېواد معيشت ښه والي او د غېر ملكي قرضو ادا كولو له سختې پرېكړې وكړې چې اغېز ئې په اولس راغلې۔ نوې كال كښې به اولس ته آسانۍ وركولې شي۔ حکومت د اولس خېر ښېګړې له احساس پروګرام پېل كړې دې۔ ددې خيالاتو څرګندونه دې پارلېمنټ څخه بهر ميډيا سره خبرو كښې وكړه۔ دې ووئيل د احساس پروګرام د لارې به لوستې بې روزګاره زلمو ته 50 زره څخه تر 50 لكه روپو قرضې وركولې شي۔ دې ووئيل حكومت د بې وزله خلقو د درملنۍ آساني باوري كولو له صحت انصاف كارډ جاري كړې دې د كوم د لارې چې تر د 7 لكه روپو درملنې كېدې شي۔ دې ووئيل زیراعظم د هېواد بنياد مضبوط اېښودلې دې او اوس معيشت د پرمختګ په لوري روان شوې ۔ دې ووئيل روان كال كښې به اولس ته آسانۍ وركولې شي

مضمون کا ماخذ : آزاد کشمیر لاٹری
متعلقہ مضامین
مزید خبریں