د شهيد بھټو او شهيدې بینظیر نامکمل مشن سر ته رسولو له لوظي يو۔ د بلاول بھټو د پیپلز پارټي په تاسیس ورځ پیغام

image

کراچۍ 29 نومبر (اے پي پي) د پاکستان پیپلز پارټي چیئرمېن بلاول بھټو زرداري وئيلي دي پیپلز پارټي يو ګوند نه بلكه يو تحریك دے،د ګوند د باني چیئرمېن قائدِ عوام شهید ذوالفقار علی بھټو او چیئرپرسن شهیدي بینظیر بھټو نامکمل مشن سر ته رسولو له لوظي يو۔د بلاول هاوَس ميډيا سيل د اړخه جاری شوي پرېس ریلیز له مخې د ګوند د 56مي ِ تاسیس ورځ په موقع په خپل پیغام كښې د پی پی پی چیئرمېن ووئيل ذوالفقار علی بھټو د خپل ګوند بنياد په سیاسی تدبر او پراخه وژن اېښودے ؤ،په هغې عمل كولو سره به مونږ له يو سوكاله او قوي پاکستان جوړول وي۔يو داسې پاكستان كوم كښې چې د ټولو وګړو حقونه او د ګټو يو ډول خيال اوساتلے شي۔ده شهیدي بینظیر بھټو ته پيرزوئنې وړاندې كولو سره ووئيل شهیدي بی بی هېواد كښې د آمریت، مرکزیت خوښې سوچ او انتها خوښۍ په ضد ټول عمر له مزاحمت کولو او د اولس د بنیادی حقونو حفاظت او د هغوي سوكالۍ له ئې هلې ځلې كړي۔ده ووئيل د بھټو فکرِ او شهیدي بینظیر بھټو فلسفه او ویژن زمونږ لپاره د لارې مشالونهِ دې۔ چیئرمېن بلاول بھټو زرداری ووئيل د پاك چین اقتصادی راهدری، 18م بدلون ، این ایف سی ایوارډ، صدارتی اختیارات پارلیمان ته سپارل ، آغازِ حقوق بلوچستان پروګرام، بینظیر انکم سپورټ پروګرام او د پاکستان کھپے، صدر آصف علی زرداری ویژن ښكاره اقدامات دي او مونږ به هم دغه وژن مخ په وړاندې بوځو۔ چیئرمېن ووئيل هېواد كښې د جمهوریت په خاطر زندان او د هېواد څخه بهر وخت تيرول دغه ټول تكليفونه زغملو او بيا د خپل ځان قرباني وركوونكو جیالو ته پيرزوئنې وړاندې كوو او د دې عزم پخلے كوو چې ګوند به د خپل عظیمو کاركنانو قربانۍ بے ځايه نه بوځي۔

مضمون کا ماخذ : مایا کا عروج
متعلقہ مضامین
مزید خبریں