تر كال 2025ء به 8 زره مېګاواټ نوره برېښنا قومي ګرډ كښې شامل كړې شي

image

اسلام آباد ۔ 23 ستمبر (اے پی پی) د سي پېك منصوبې ترسېوري لاندې حکومت د توان منصوبو ته خاص پاملرنه كوي۔ تر كال 2025ء به 8 زره مېګاواټ نوره برېښنا قومي ګرډ كښې شامل كړې شي۔ د سي پېك اتھارټي چارواكو لمخې د پاكستان او چين يو بل سره نزدې اړيكې نه يوازې په معاشي او دفاعي څانګو كښې دي بلكې د توان په څانګه كښې هم دا اړيكې زياتې قوي دي۔ د سی پېک تر ټولو لوئې پورټ فولیو د 17 زره مېګاواټ برېښنا منصوبو ده په كومو كښې چې د 5 زره 500 مېګاواټ برېښنا منصوبې د سي پېك ترسېوري لاندې سر ته رسېدلې دي او د 4500 مېګا واټ منصوبې د ترسره كېدو پړاؤنو څخه تېرېږي۔ د سی پېک ترسېوري لاندې نزدې د 2500 مېګاواټ برېښنا په نورو منصوبو غور روان دې۔ دا خبره دې ياده وي چې پاكستان په كال 2025ﺀ كښې نزدې 8000 مېګاواټ اضافي برېښنا ته اړتيا لري۔

مضمون کا ماخذ : پشاور لاٹری
متعلقہ مضامین
مزید خبریں