خارجه وزیر مخدوم شاه محمود قریشی د استونیا خارجه وزير عرماس رین سالو سره وليدل

image

نیویارك 24 ستمبر (اے پی پی) ملګرو ملتونو عمومي اسمبلۍ په نیویارك كښې 74مې غونډې پھ مهال خارجه وزير مخدوم شاه محمود قریشی د استونیا خارجه وزير عرماس رین سالو سره ليدلي دي۔ ملاقات كښې د مقبوضه جمو او كشمیر په صورتحال او شريكې خوښې پھ چارو خبرې اتري شوي۔ په دې موقع په خپلو خبرو كښې خارجه وزير شاه محمود قریشی ووئيل پاكستان د جمهوریه استونیا سره دوه اړخيزه اړيكو ته خاص اهميت وركوي ، د هند د اړخه په 5 اګست مقبوضه جمو او كشمیر كښې پورته كړې شوي يو اړخيزه ، غیر آئینی اقدامات، د نړيوال قوانین او ملګرو ملتونو سیكورټی كونسل قرارداوں خلاف ورزی ده۔ ده ووئيل هند د مقبوضه جمو او كشمیر خصوصی حیثیت ختمولو سره د طاقت په زور آبادیاتی تناسب بدلول غواړي۔ ده ووئيل هند په مقبوضه جمو او كشمیر كښې روانو ظلمونو سره د نړۍ د پام ګرځولو هڅې كوي چې دا كورنۍ معامله ده دغسې حقیقت د دې برعكس دې، د كشمير مسئله په نړيواله كچه منلې شوي او د تيرو 70 كلونو راهسې د ملګرو ملتونو سیكیورټی كونسل په ايجنډا ده۔ دواړو خارجه وزيرانو په بيلو څانګو كښې دوه اړخيزه مرستې ته ودې وركول ته سلا شول۔

مضمون کا ماخذ : پاور بال لاٹری
متعلقہ مضامین
مزید خبریں