د سائنس او ټیکنالوجی وفاقی وزیر چوهدری فواد حسین پریس کانفرنس

image

اسلام آباد ۔ 19 نومبر (اے پی پی) د سائنس او ټیکنالوجی وفاقی وزیر چوهدری فواد وئېلي دي په هېواد كښې عام او خاص لپاره يو ډول قانون پكار دے٬د نواز شريف غوندې آسانۍ نورو بنديوانو ته هم وركول پكار دي٬د وېډيو څخه ښكارېده چې د هغه صحت ښه دے٬ په هېواد كښې عام او خاص كس لپاره يو ډول قانون پكار دے٬ګورو چې ميا نواز شريف بېرته هېواد ته راځي كه نه٬مونږ دعا كوو چې نواز شريف روغ شي۔د دې خيالاتو څرګندونه ده د نهې پھ ورځ پرېس كنفرنس ته خپل خطاب كښې وكړه۔وفاقي وزير ووئيل چې په كوم ډول د خالي په ورځ عدالت ولګېد او پريكړه واورولې شوه كه چرې عدالت د ګل په ورځ لګولې شوې ؤ نو قيامت نه راتللو٬داغسې پريكړو څخه په ټولنه كښې امتياز راپیدا كېږي كومه چې دا ثابتوي چې د طاقت ور لپاره ځانله او عام كس لپاره جلا قانون دے۔ده ووئيل اوس به دا كتل وي چې ميا نواز شريف د علاج كولو نه پس بېرته هېواد ته راځي او كه نه۔ده ووئيل په نواز شريف جرمانه حكومت نه بلكې عدالت لګولې وه

مضمون کا ماخذ : کنگ کانگ روش
متعلقہ مضامین
مزید خبریں