حکومت د ضروري څيزونو په بيعه قابو موندلو له ګامونه پورته كوي ، د خزانې وزارت ټويټ

image

اسلام آباد ۔ 7 جنوری (اے پی پی) د خزانې وزارت وياند وئيلي دي حكومت د ضروري څيزونو په بيعه قابو موندلو له فعاله ګامونه پورته كوي۔ د خزانې وزارت وياند عمر حامد خان د نهې په ورځ په ټويټر جاري شوي خپل بيان كښې وئيلي دي د حکومت لخوا د ضروري څيزونو په نرخونو قابو موندلو له د فعاله ګامونو پورته كولو مېوې رامخې ته كېږي۔ ده ووئيل د دې ګامونو له امله په مياشتنو بنيادونو د ټماټر بيعه 36.5 فیصده’ ټېپر 20.6 فیصده’ مولۍ 22.4 فیصده ‘ د مرچكو بيعه 22.4 فیصده’ د پیاز بيعه 12.5 فیصده’ د ګاځرو بيعه 16.9 فیصده ‘ چرګان 11.2 فیصده ‘ پالک 11 فیصده ‘ ادرک 8.6 فیصده ‘ لېمو دوه فیصده ‘ د بادرنګ 2.9 فیصده او د اوړو بيعه كښې 1.1 فیصده كمې ريكارډ كړې شوې

مضمون کا ماخذ : آن لائن لاٹری
متعلقہ مضامین
مزید خبریں