خپل منځه اختلافات هيرولو سره به جمهوري ادارې قوي كول وي: د وفاقي وزير احسن اقبال د جمهوريت ورځې په موقعه پيغام

image

اسلام آباد۔15ستمبر(اے پی پی)د منصوبه بندۍ وفاقي وزير احسن اقبال وئيلي دي چې د پاکستان روښانه مستقبل د جمهوري عمل په دوام او د ادارو استحکام سره تړلے دے ، مونږ له به خپل منځې اختلافات هېرول او جمهوري ادارې مضبوطول وي٬ په تېر وخت كښې جمهوري عمل څو څو وارې تعطل سره مخ كړے شو چې نتيجه يۍ د سياسي بې ثباتۍ او اقتصادي بحران په صورت كښې زمونږ وړاندې ده٬ مونږ ټولو له به د جمهوري عمل ودې او معاشي پرمختګ له كار كول وي۔ وفاقي وزير احسن اقبال د اتوار په ورځ د جمهوريت د ورځې په موقع خپل بيان كښې ووئيل پاكستان د پرمختګ په هر ډګر په نړيواله مقابله كښې ډېر شاته دے ٬ مونږ له به په خوارۍ ٬ جدت ٬ معيار او علم اډانه معيشت ته د ودې وركولو لاره خپلول وي۔ ده ووئيل د عصري نړۍ د جمهوريت تصور هم دا دے چې د پرمختګ په عمل كښې دې څوك وروستو پاتے نه شي۔ وفاقي وزير ووئيل د هېواد د پرمختګ په عمل كښې سپېځلتيا راوستلو سره د ټولې ټولو طبقو سره تعلق لرونكي ځان سره اخستل د جمهوريت حقيقي روح دے۔ احسن اقبال ووئيل مونږ اقتدار كښې راتللو سره د پارليمان دننه او بهر پاكستان لپاره دړد لرونكو سره د مشاورت عمل پېل كړو۔ په كال 2022 كښې د ژوند بېلو څانګو سره تعلق لرونكو د هېواد دننه او بهر هېوادونو كښې مېشته پوهانو سره د مشاورت په نتيجه كښې 5 ایز فرېم ورک جوړ كړے شو۔ نن مونږ د 5 ایز فریم ورک عملی تنفیذ لپاره 13مې 5 كلنه منصوبې ته حتمي شكل وركولو له په حتمي پړاؤ كښې داخل شوې يؤ۔ ده ووئيل مونږ كلك عزم لرؤ چې پاكستان به كه پاك پرودګار ته منظور وي تر 2035 د يو كھرب ډالر معيشت جوړ كړؤ۔ مونږ ددې عمل بشپړ كولو له جمهوري استحكام او د پالېسيو تسلسل ته اړتيا لرؤ٬ مونږ له به په دې عمل كښې د خنډانو اودرونكو ټولو عناصر هر چال ناكامه كول وي٬ مونږ له به جمهوري عمل پرمختګ سره تړل وي او هم دا زمونږ د بقا او كاميابۍ لاره ده۔

مضمون کا ماخذ : میگا فارچیون
متعلقہ مضامین
مزید خبریں