خارجه وزير شاه محمود قرېشي په خارجه وزارت كښې ډپلوميټك كور ته خطاب

image

اسلام آباد 23 اګست (اے پی پی) خارجه وزير شاه محمود قرېشي وئېلي دي د كشمير په اړه د هند اقداماتو سره د سيمې امن ته خطر پیښ شوې٬پاكستان عمر له د خبرو اترو مرسته كړی خو د بده مرغه زمونږ د خبرو اترو بلنه سنجيدګۍ سره نه دې اخستلې شوې٬بايد دوه اتومي قوتونه جنګ څخه ډډه وكړي٬ځكه چې جنګ به د شريكې خودكشۍ برابر وي٬نړۍ له به په سمدستي توګه جمو كشمير كښې د انسانانو ژوند بچ كولو له اقدامات كول وي٬جينو سائيډ واچ هم په دې لړ كښې تفصيلي الرټ جاري كړی۔د جمعې پھ ورځ په خارجه وزارت كښې ډپلوميټك كور ته د خپل خطاب په مهال سفارتكارو ته خارجه وزير ووئيل مونږ په 8اګست دلته يوځاې شوي وو او ما تاسو د هند د اړخه په 5 اګست پورته كړو يو اړخيزه اقداماتو څخه خبر كړی وۍ۔پاكستان دغه اقدامات مسترد كړي وو٬ده ووئيل تېره ورځ په ډېلي كښې 9 ګوندونو احتجاج كړې كوم څخه چې معلومه شوې چې يوازې حريت لارښودو نه بلكې پاتې ګوندونو هم دغه اقدامات مسترد كړي۔خارجه وزير دوي په مقبوضه كشمير كښې د روان مواصلاتي بليك آؤټ څه خبر كړل۔ده ووئيل مقبوضه كشمير كښې موبائل سروس او انټرنېټ معطل دے٬نړيوالې مېډيا ته هم رسنې نه وركړی كېږي٬په مقبوضه كشمير كښې صورتحال تشويش ناك دې۔ده ووئيل مونږ څو وارې وئېلي چې بايد دوه اتومي قوتونه جنګ څخه ډډه وكړي ځكه چې دا به د شريكې خودكشۍ مترادف وي۔د هند مخالفت باوجود امنيتي كونسل په 16 اګست د كشمير په مسئله غونډه رابللې۔ده ووئيل نن د جمعې په ورځ كشميريانو د جمعې لمونځ نه پس د ملګرو ملتونو سرينګر دفتر په وړاندې د احتجاج كال وركړی وو خو هندي عسكرو لارې بندي كړی او وګړي په كورونو كښې محصور كړی شول۔ده ووئيل هند د دغې اقداماتو سره د آبادۍ تناسب بدلول غواړي۔

مضمون کا ماخذ : como jogar dupla sena
متعلقہ مضامین
مزید خبریں